د سپین بولدک - چمن دروازه بېرته پرانیستل شوه

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان سویل کندهار کې د سپين بولدک - چمن ترمنځ پر ډیورنډ کرښه دورازه نن دوشنبه د مارچ ۲۱مه له یوې اوونۍ تړل کېدو وروسته بېرته پرانیستل شوه.
پاکستاني اړخ دا دروازه تېره یکشنبه تر هغه وروسته وتړله، چې یوه ناپېژاند وسلوال د افغانستان له غاړې پر پاکستاني ځواکونو ډزې وکړې، یو کس یې وواژه او دوه نور يې ټپیان کړل.
د دې دروازې د تړل کېدو له کبله د کرښې دواړو خواو ته زرګونه کسان او په سوداګریزو توکو بار موټرونه ایسار پاتې وو.
اوس رپوټونه دا دي چې د دوشنبې سهار د دې روازې له پرانیستل کېدو سره دغو خلکو او موټرو ته د تګ راتګ اجازه ورکړ شوې ده.
د پولې دواړو غاړو ته بندو کسانو له ازاد خبریال سردار محمد خوندئی سره خبرو کې غوښتنه کړې چې د دروازې تړل کېدو ستونزې ته باید دایمي حل ولټول شي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
دوی پر دې ټینګار کړی چې هره پېښه باید د دروازې تړل کېدو لامل ونه ګرځي.
پاکستاني چارواکو پرون یکشنبه وویل چې دروازه د دوشنبې پر ورځ پرانیستل کېږي.
دوی ویلي و طالبانو ژمنه ورکړې، چې هغه وسلوال بریدګر به ژر نیسي او سخته سزا به ورکوي، چې پر پاکستاني سرتېرو یې ډزې کړې.
پاکستان مخکې غوښتنه کوله چې د دوی پر ځواکونو برید کې ښکېل کس دې وروسپارل شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو طالبانو ویل د دغه ناپېژانده وسله وال د نیولو هڅې روانې دي.
تر اوسه هغه د برخلیک په اړه کره مالومات نشته.
د یادونې ده چې پر پاکستاني سرتېرو له دغه برید مخکې د سپین بولدک – چمن پر دروازه له افغانانو سره د بد چلند او زور زیاتي رپوټونه ورکړ شوي وو.





















