تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مولوي متقي: هیلهمن یو د پاکستان نوی حکومت به د اړیکو پياوړتیا لپاره رغنده ګامونه واخلي
- Author, نورګل شفق
- دنده, بيبيسي، لندن
- د خپرېدو وخت
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړې چې د پاکستان نوی حکومت به د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پياوړتیا لپاره "رغنده ګامونه" واخلي.
دا څرګندونې مولوي امیرخان متقي نن په دغه وزارت کې د پاکستان چارسمبالي سفير عبیدالرحمن نظاماني سره په کتنه کې کړې دي.
د دغه وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد پر اېکسپاڼه لیکلي چې دواړو لورو د افغانستان او پاکستان تر منځ پر سیاسي او اقتصادي موضوعګانو خبرې وکړې او "پر ډيورنډ کرښه د مسافرو، ناروغانو او سوداګریز تګ راتګ په اړه د اسانتیاوو په رامنځته کولو یې ټینګار وکړ"
د مولوي متقي له قوله ویل شوي چې، "د سیمې هېوادونه ورځ تر بلې له افغانستان سره د مثبت تعامل د پراخېدو خوا ته روان دي او سيمې دا درک کړې چې د افغانستان ثبات د سيمې د هر اړخيز پرمختګ لپاره مثبت رول لوبولی شي"
په دې کتنه کې ښاغلي متقي همدا راز "هیله څرګنده کړې چې د پاکستان نوی منتخب حکومت به د یوې مثبتې پالیسۍ له مخې د اړیکو په پیاوړتیا کې رغنده ګامونه واخلي"
نظاماني: د پاکستان او افغانستان اړيکې ډېرې ارزښتناکې دي
حافظ ضیااحمد په کابل کې د پاکستان چارسمبالي سفير عبیدالرحمن نظاماني له خولې لیکلي چې هغه د پاکستان او افغانستان تر منځ اړیکې "ډېرې ارزښتناکې" وبللې او ویلي يې دي چې "نوی منتخب حکومت د اړیکو د پراختیا لیدلوری لري او هڅه کوي چې د شته ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې ګډ کار وکړي"
په افغانستان کې د طالبانو حکومت داسې مهال له خپل دغه ګاونډي د "ښو اړیکو" تمه څرګندوي چې نوی حکومت پکې رامنځ ته شوی او په تېر کې یې تر منځ د کډوالو، ناامنۍ او ځينو نورو اقتصادي ستونزو پر سر ناندرۍ راولاړې شوې دي.
افغانستان پاکستان ملامتوي چې هلته له مېشتو افغان کډوالو سره تاوتريخجن چلن کوي، بندیانوي او په زور یې خپل هېواد ته ستنوي.
خو پاکستان بیا په افغانستان کې د طالبانو حکومت تورنوي چې ګواکې پاکستاني طالبانو یا ټيټيپي ته خوندي ځایونه ورکوي او هغوی په پاکستان کې ناامني رامنځته کوي.
خو د طالبانو حکومت د پاکستان دغه ادعا بې بنسټه بولي او وايي چې د افغانستان خاوره د هېچا پر ضد کارولو ته نه پرېږدي او له خپلو ټولو ګاونډيو سره مثبتې اړيکې غواړي.