افغان-ایرلنډ کرېکټ لوبلړۍ؛ ایرلنډ افغانستان ته ۲۰۷ منډې هدف وټاکه

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د افغانستان او کوربه ایرلنډ ترمنځ‌ د پنځو یو ورځنیو نړیوالو لوبو په درېیمه سیالۍ کې نن ایرلنډ افغان اتلانو ته ۲۰۷ ‌هدف ټاکلی دی.

د نننۍ لوبې پچه افغانستان وګټله خو د توپ‌اچونې پرېکړه یې وکړه.

د بي بي سي پښتو خبریال ندیم اشرف هم هلته لوبغالي کې دی او لوبه له نږدې څاري.

د افغانستان توپ‌اچوونکو د ایرلنډ لوبډلې‌ د سر توپ‌وهونکی انډي‌ بالبرني په ۱۷ او لوبډلمشر پاول سټرلېنګ په ۲۳ منډو وسوځول.

تر دوی وروسته کېډ کارمیکل په ۳۲ رنزونو اوټ شو او د اتم لوبغاړي تر سوځېدو بل یوه هم تر ۲۰ ډېرې منډې و نه شوای کړای او په یوه بل پسې یې ژر ژر وېکټې له لاسه ورکړې.

وروسته ګاوېن هوی او جې موندرا وېکټ وساتله او نسبتاً ښه لوبیزه ملګریتا یې سره وکړه. دوی دواړو په ګډه تر ۶۵ ډېرې منډې وکړې او د ایرلنډ رنزونه یې پر ۲۰۰ ور واړول.

دې لوبډلې د افغان اتلانو په مقابل کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴۶ اوورونو کې ۲۰۶ منډې جوړې کړای شوې او افغانستان ته یې په دې ۵۰ اووریزه سیالۍ کې ۲۰۷ منډې هدف وټاکه.

د افغانستان له لوري راشد خان او الله محمد غضنفر د ایرلند درې درې لوبغاړي وسوځول، یامین احمدزي دوه او فضل الحق فاروقي او عضمت الله عمرزي یوه یوه وېکټ ترلاسه کړه.

اوس د افغان اتلانو د بېټېنګ وار دی.

د نننۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړۍ یې د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه.

د رحمت شاه په لوبډلمشرۍ په نننۍ لوبډله کې دغه لوبغاړي شامل دي:

رحمان الله ګوربز (وېکټ ساتونکی)، ابراهیم ځدراڼ، صدیق الله اتل، هشمت الله شاهدي، درویش رسولي، عظمت الله عمرزی، راشد خان، الله محمد غضنفر، یامین احمدزی او فضل الحق فاروقي.

تر اوسه افغان لوبډله په ښه دریځ کې ښکاري ځکه چې تېره جمعه (زمری ۱۶/اګست ۷) یې له کوربه ایرلنډه د پنځو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ دویمه لوبه په لوی توپير ګټلې ده.

نننۍ ۲۰۷ منډې هدف هم په ۵۰ اوورونو کې سخت نه برېښي.

درې ورځې مخکې په شوې لوبه کې افغان اتلانو ایرلنډ ته د ۹۲ منډو په لوی توپير ماتې ورکړه او اوس په روانه لوبلړۍ کې له یوه بري سره تر مقابلې لوبډلې مخکې ده.

په هغه لوبه کې افغانستان په ۴۷ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۲۹۹ منډې کړې وې.

خو د ایرلنډ ټوله لوبډله په ۳۳ اوور کې په ۲۰۷ منډو وسوځېده او لوبه یې وبایلله.

ابراهیم ځدراڼ پکې تر ټولو ډېرې (۸۴) منډې کړې وې او راشد خان پکې د ۳۴ منډو په بدل کې د کوربه ایرلنډ لوبډلې شپږ لوبغاړي سوځولي وو چې د افغان اتلانو په بري کې یې مهم رول ولوباوه.

د تېرې لوبې په اړه بشپړ جزیات په دغه رپوټ کې لوستلی شئ.

د یادولو ده چې تېره لوبه د باران له امله ۴۷ اوورونو ته راکمه شوې وه خو زموږ همکار ندیم اشرف وايي چې نن لا په بلفاسټ کې باران نه شته خو اسمان برګ یا ځاي ځای وریځ دی.

له ايرلنډ سره د افغانستان د دې لوبلړۍ څلورمه لوبه سبا نه بله ورځ یعني د اګست پر ۱۲ او وروستۍ لوبه یې د دې میاشتې پر ۱۵مه نېټه ترسره کېږي.