پاکستان حکومت د 'پي او ار' کارت لرونکو افغان کډوالو پر وړاندې د اقداماتو امر وکړ

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

پاکستان حکومت د پلازمېنې اسلام اباد او ایالتونو چارواکو ته د افغان سټیزن کارت لرونکو او بې اسنادو افغان کډوالو ایستلو له عملیاتو وروسته اوس د پي او ار یا اوسېدو ثبوت کارت لرونکو افغان کډوالو پر ضد هم د (اقداماتو) لارښوونه کړې.

د یادونې ده، چې پي او ار کارت لرونکو افغان کډوالو ته د جون تر ۳۰ نېټې پورې له پاکستانه د وتلو ضرب الاجل ټاکل شوی و.

په اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال شهزاد ملک په خپل رپوټ کې وايي، د پاکستان کورنیو چارو وزارت اړوند چارواکو ته په یوه لیک کې ویلي، چې حکومت تر اوسه د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې (یو این ایچ سي ار) له لوري ثبت شویو کډوالو پاکستان کې د اوسېدو موده نه ده غځولې.

په لیک کې زیاته شوې له همدې کبله باید د پي او ار کارت لرونکو پر ضد هم د افغان سټیزن کارت لرونکو کډوالو په څېر اقدامات وشي.

د اسلام اباد پولیسو یوه لوړپوړي چارواکي د بي بي سي خبریال ته ویلي، چې دوی له مخکې چمتو شوي لیستونه لري او هغه سیمې هم په نښه شوې، چې پي او ار کارت لرونکي افغانان پکې مېشت دي.

دغه چارواکی زیاتوي پاکستان کې د محرم الحرام مجالسو او مذهبي مراسمو لړۍ روانه ده، خو په وینا یې د افغان کډوالو ایستلو لپاره له مخکې چمتو شوي انتظامات پر خپل ځای پاتې دي.

بل لور د بخښنې نړیوال سازمان ایمنسټي انټرنېشنل د پاکستان مېشتو افغان کډوالو پي او ار کارت مودې پای ته رسېدل پاکستان کې د مېشتو پي او ار کارت لرونکو افغان کډوالو لپاره ''د ځورونې، خپلسريو نیولو او شړل کېدو احتمالي خطر زیاتېدو په معنی بللي دي.''

ایمنسټي انټرنېشل په یوه اېکس پیغام کې له پاکستاني چارواکو غوښتي چې ''سملاسي د پي او ار کارتونو موده وغځوي او د بشري حقونو په تړاو د پاکستان له نړیوالو مکلفیتونو سره سم د افغان کډوالو له شړلو لاس واخلي.''

د پاکستان کورنیو چارو وزارت نژدې درې اونۍ مخکې د غیر قانوني مقیمو بهرنیانو ستنولو پروګرام (ای ايف ار پي) اړوند تازه شمېرې هم خپرې کړې، چې په وینا یې دا وروستیو کې څه باندې ۲۱۶ زره غیر قانوني بهرنیان خپلو هېوادونو ته ستانه کړل شوي دي.

د یادونې ده، چې پاکستان کې ډېری مېشت کډوال افغانان دي.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت په وینا د روان کال اپریل له لومړۍ نېټې د غیرقانوني کډوالو ایستلو لړۍ پیل شوې او تر اوسه پورې په دې لړ کې یو میلیون او ۱۰۰ زره (غیرقانوني بهرنیان) له پاکستانه ایستل شوي دي.

بل لور د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي بي بي سي ته وویل، د ملګرو ملتونو مسوولینو څو ورځې مخکې د پاکستان سرحدي او ریاستي چارو وزارت له چارواکو سره لیدلي او پاکستان کې د پي او ار کارت لرونکو افغان کډوالو اوسېدو مودې غځولو غوښتنه یې کړې.

دغه چارواکی وايي، د یاد وزارت له لوري کورنیو چارو وزارت ته په استول شوي لیک کې له درې تر شپږو میاشتو پورې د دې کارت لرونکو افغان کډوالو اوسېدو مودې غځولو وړاندیز شوی.

دغه چارواکی زیاتوي د دې لپاره به له وروستۍ پرېکړه د پاکستان فدرالي کابینه کوي. یاد چارواکی زیاتوي پر سې شنبه د فدرالي کابینې غونډه نه کېږي، خو داسې امکان هم شته، چې په ځانګړې توګه د دې چارې منظوري ورکړل شي.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت شمېرو له مخې پاکستان کې داسې ۱۲۰۰ زره افغان کډوال مېشت دي، چې پي او ار کارتونه ورکړل شوي دي.