د اوربند برخلیک په اړه د فلسطینیانو او اسرائیلیانو اندېښنې: 'له جګړې ستړي یو'

اسرائيل

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د اسرائيلي یرغملو کورنیو د پنجشنبې پر ورځ هم تل ابیب کې لاریون کړی و
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

حماس اعلان کړی چې له اسرائیلو سره غزه کې د اوربند تړون پلي کولو ته ژمن دی او له مهالوېش سره سم به د یرغمل شویو کسانو خوشې کولو ته دوام ورکړي. دې دا هیله ژوندۍ ساتلې چې په غزه کې به جګړه بېرته نه پیلېږي.

حماس قاهره کې له خبرو وروسته ویلي، د مصر او قطر منځګړو تایید کړې چې دوی به د اوربند تړون د پلي کېدو پر وړاندې "پراته خنډونه" لېرې کړي.

هممهاله مصري او قطري خواو هم ویلي چې رامخ ته شوې ستونزې حل شوې دي.

د اسرائیل حکومت لا د دغو رپوټونو په تړاو تبصره نه ده کړې خو مخکې یې ګواښ کړی و چې که حماس له هوکړې سره سم، د شنبې پر ورځ درې نور ژوندي یرغمل شوي ازاد نه کړي، نو اوربند به پای ته ورسېږي.

د اسرائیلو لومړي وزیر حماس ته دا کرښه د سې‌شنبې پر ورځ تر هغې وروسته راکښله، چې دې فلسطینۍ وسله‌والې ډلې وویل د اوربند له تړونه یې د اسرائیل د سرغړونو له کبله د یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو پروسه ځنډولې ده.

د حماس او اسرائیل ترمنځ دغو ناندریو دا وېره پیدا کړې چې جګړه ښایي بېرته پیل شي. یو شمېر فلسطینیانو او اسرائیلیانو په دې تړاو خپلې اندېښنې له بي‌بي‌سي سره شریکې کړې.

د غزې تراړې په دویم لوی ښار 'خان یونس' کې ۲۱ کلن عماد قدیح وویل چې "ترینګلتیا او وېره" غالبه ده.

خان یونس د غزې سویل کې دی او اوس هم پکې د ژوندانه شرایط "خورا ستونزمن" دي.

عماد زیاته کړه: "هېڅوک نه غواړي چې جګړه بېرته راوګرځي."

نوموړی وايي، له غزې تراړې د فلسطینیانو وتلو په تړاو د ټرمپ وړاندیز خلکو کې غوسه او د بې‌ځایه کېدو وېره خپره کړې. خو دی باورمن دی چې د ټرمپ پلان "د پلي کېدو وړ نه دی" او "تشې خبرې دي."

غزه

د عکس سرچینه، Imad Qudaih

د عکس تشریح، عماد قدیح وایي ترینګلتیا او ویره غالبه ده

د غزې له ختیځه بې ځایه شوی سلمان محمود عابد وايي دی "خدای ته هیله‌من دی" چې اوربند به دوام مومي.

هغه بي‌بي‌سي ته وويل: "موږ داسې خلک يو چې بې‌ځایه شوي او بې کوره يو."

"موږ خپل ماشومان او خپل کورونه له لاسه ورکړل او نږدې ده چې رواني روغتيا هم وبایلو...‌ عادي ژوند نشته، مناسب خواړه نشته او نه هم رواني تسکین شته."

دی زیاتوي "موږ له حماس او اسرائيلو غوښتنه کوو چې جګړه بيا پيل نه کړي، ځکه چې موږ له جګړې ستړي شوي يو. "

یوه بل فلسطیني 'علي اسماعیل رویشد' چې څو ځله او تازه د کډوالو له جبلیه پنډغالي بې‌ځایه شوی، بي‌بي‌سي ته وویل: "دا غمیزه نوره بس ده، همدومره ملنډې کافي دي."

"موږ له دوی غواړو هڅه وکړي چې [د هوکړې] شرایط پر ځای کړي، اوربند وساتي او جګړه ودروي. "

رویشد وایي، ان نښتو کې له وقفې سره سره، دوی لا هم د جګړې له پای ته رسېدو لېرې دي.‌ نوموړی زیاتوي: "جګړه لا هم شته، موږ لا هم بې کوره یو."

"په داسې حال کې چې لا بې کوره یو او په کېږدیو کې ژوند کوو، څنګه کولی شو جګړه هېره کړو؟"

خو ابو احمد چې د غزې له شماله بې ځایه شوی، وايي دی نه له جګړې وېره لري او نه هم د ټرمپ له څرګندونو.

هغه وویل: "موږ له جګړې نه وېرېږو ځکه چې ډېر څه مو کتلي دي؛ هر څه چې پېښېږي، پېښ دې شي."

"موږ همدلته پاتې یو او هر څه چې خدای غواړي، بالاخره هماغه کېږي."

غزه
د عکس تشریح، ابو احمد وایي وضعیت چې هر ډول وي، دی په غزه کې پاتې کېږي

هممهاله په اسرائیل کې لیرون بېرمن چې دوه ۲۷ کلن غبرګوني وروڼه یې 'ګالي' او 'زیو' د حماس لخوا یرغمل نیول شوي، تازه موندلې چې دواړه ژوندي دي.

هغه له احساساتو په لړزنده غږ بي‌بي‌سي ته وویل: "دا چې له وروڼو څخه مو د ژوند نښه ترلاسه کړې، دا موږ لپاره ډېر څه دي، دا حیرانونکې ده."

"دا موږ ته یو څه حوصله رابخښي او د هغوی رایستلو لپاره په بیړه هڅې کوو. "

خو نوموړی وایي، یوازینی چانس یې دا دی چې د اوربند تړون دوام وکړي.

بېرمن زیاتوي: "زما کورنۍ پر دې بوخته ده چې دا ډاډ ترلاسه کړي چې د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو تړون به دوام مومي. اوربند به یوازې د یرغمل شویو د خوشې کولو له لارې پر ځای پاتې شي."

ویکي کوهن چې زوی یې نمرود د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷مه د حماس لخوا یرغمل شوی، د وضعیت په اړه روښانه غږېدلې.

هغې وویل: "دا د ژوند او مرګ مسله ده... هغوی هره شیبه په خطر کې دي." نوموړې وایي د وروستيو خوشې شویو یرغملو وضعیت ویره زیاته کړې ده.

اسرائیل
د عکس تشریح، ویکي کوهن وايي دا د مرګ او ژوند مسله ده

د حماس وسله والو تېره اوونۍ غزه کې سورصلیب ته د درېیو نارینه‌ یرغملو د سپارلو مراسم په ویډیويي بڼه خپرول. درې واړه سړي ډېر کمزوري او داسې برېښېدل چې سترګې یې لوېدلې دي.

کوهن وایي: "زه ډېره وېرېږم او زوی ته مې ډېره اندېښمنه یم. "

هغې له نتنیاهو د یرغمل شویو کسانو د راستنېدو ډاډ د ترلاسه کولو په غوښتنه کې وویل: "سم ګام واخلئ ... هغه څه وکړئ چې د ټولې ټولنې لپاره ښه وي. "

دودي زلمانوویچ هم چې له حماس سره د یوه بل یرغمل شوي تن خپلوان دی،‌ همدا اندېښنه تکراروي.

ټاکلې د هغه ۲۲ کلن وراره 'عمر شیم توف' د هغو کسانو په ډله کې وي چې د اوربند تړون په لومړي پړاو کې ازادېږي، ځکه چې نوموړی روغتیايي ستونزه لري.

غزه

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، عمر شیم توف ۲۲ کلن دی او ټاکلې د یرغملو د خلاصون لومړي پړاو کې راخوشې شي

ښاغلی زلمانوویچ وایي: "د دې احتمال په اړه خبرونه چې تړون به ودرېږي، موږ واقعا وېروي."

هغه هم د ویکي په څېر وویل چې د وروستیو خوشې شویو یرغملو "ډېر خراب" فزیکي وضعیت د ده اندېښنه زیاته کړې ده.

ښاغلی زلمانوویچ زیاتوي، اوس دا وېره هم لري چې د تړون ماتولو لپاره ښايي "کومه پلمه" وکارول شي.