څنګه له بنسټیزو ژونکو د انسان پوستکی جوړېږي؟

د ویډیو تشریح،
څنګه له بنسټیزو ژونکو د انسان پوستکی جوړېږي؟
د خپرېدو وخت

ساینسپوهانو په یوه کشف کې په ډاګه کړې چې راتلونکي کې به د عمر لوړېدو د نښو څرګندېدل ورو کړي او همدارنګه پر پوستکي د داغونو د راښکارېدو مخنیوي او د مصنوعي پوستکي د پیوند لپاره هم کارېدلی شي.

د انسان د حجرې اطلس یا Human Cell Atlas پروژې کارډلې په دې اړه کره جزییات موندلي چې څنګه له بنیادي حجرو د انسان پوستکی جوړېږي او د عمر په اوږدو کې انفرادي جینونه څنګه فعاله یا غیرفعاله کېږي.