پاکستاني پولیس وايي، له کراچۍ زندانه یې د ۲۱۶ تښتېدلو زندانیانو له ډلې ۷۸ بېرته نیولي

ځايي پولیس وايي، پر زندان برید نه دی شوی

د عکس سرچینه، Police

د عکس تشریح، ځايي پولیس وايي، پر زندان برید نه دی شوی
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د پاکستان کراچۍ کې ځايي پولیس وايي، د هغو ۲۱۶ زندانیانو له ډلې یې ۷۸ بېرته نیولي دي، چې تېره شپه د کراچۍ ښار له یوه زندانه تښتېدلي وو.

د ملیر زندان مشر ارشد شاه بي بي سي ته وویل، د تښتېدلیو زندانیانو بېرته نیولو په ترڅ کې ډزې هم شوې، چې له کبله یې یو زنداني وژل شوی او د امنیتي ځواکونو دوه کسان هم ټپیان شوي دي.

نوموړی افسر هغه رپوټونه رد کړل چې وايي، د زندان دېوال ړنګ شوی و، چې له کبله یې لسګونه زندانیان په تېښته بریالي شوي دي. ښاغلی شاه وايي، د زلزلې ټکانونو له کبله له یو تر یونیم زرو پورې زندانیان په مرکزي دروازه کې یو ځای شول او ''د دومره ګڼ شمېر زندانیانو سمبالول ستونزمنه چاره وه. زندانیان وېرېدلي و، چې د زندان چت (د زلزلې له کبله) ونه غورځي.''

نوموړی افسر وايي، د پولیسو ډلګۍ د زندانیانو ادرسونو ته استول شوې او په وینا یې ژر به ټول بېرته ونیول شي.

د یادونې ده، چې تېره شپه د پاکستان دې ساحلي ښار کې بیا، بیا د زلزلې ټکانونو محسوس شول او له هغه وروسته داسې رپوټونه خپار شول، چې د زندان دېوال ړنګ شوی او زندانیان تښتېدلي دي.

تېره شپه د سند کورنیو چارو ایالتي وزیر ضیاالحسن لنجار له بي سي سره خبرو کې وویل، ''پر زندان برید نه دی شوی، او د پلټنې له لارې به معلومه شي، چې د زندان دېوال د زلزلې له کبله نړېدلی او که زندانیانو مات کړی دی.''

د زندانیانو خپلوانو احتجاج او د وینو نښانونه

د زندانیانو ګڼ شمېر خپلوان د زندان مخې ته راټول شوي دي.
د عکس تشریح، د زندانیانو ګڼ شمېر خپلوان د زندان مخې ته راټول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، ''امنیتي ځواکونو د ټولو تښتېدلو زندانیانو د بېرته نیولو هڅه کوي او په څو راتلونکو ساعتونو کې به وضعیت څرګند شي.''

د سند کورنیو چارو وزیر دا یوه ''خورا جدي'' پېښه بللې او په وینا یې صوبايي حکومت هڅه کوي، هېڅ تېروتنه او ناغیړي و نه شي.

له کراچۍ تازه رسېدلي رپوټونو کې ویل شوي، چې د ملیر نومي زندان په شاوخوا کې د زندانیانو خپلوان راټول شوي او لارې یې تړلې دي.

په کراچۍ کې د بي بي سي خبریال روحان احمد وايي، دلته راټول شوي خلک ادعا کوي، چې په زندان کې دننه د خپلو-خپلوانو لیدلو اجازه نه ورکول کېږي.

د بي بي سي خبریال وايي، اوسمهال د زندان مخې ته ګڼ شمېر خبریالان هم راټول شوي او پولیس د وضعیت کنټرولولو تر څنګ د تښتېدلو زندانیانو بیا نیولو هڅې کوي.

روحان احمد په خپل رپوټ کې کاږي، د زندان په مرکزي دروازه کې د ښیښې ټوټې پرتې دي، چې په ظاهره داسې ښکاري چې ډېره ګډوډي تېره شوې او یا هم ښايي کوم برید شوی، ځکه پر دروازې د وینو نښانونه هم ښکاري.