ایا یوازېتوب مو په ګټه دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, اندري بیرنات
- دنده, د بي بي سي نړیوال سرویس
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۶ دقیقې
یوازېتوب ستاسو روغتیا ته دومره زیان رسونکی ګواښ بلل شوی لکه چې د ورځې ۱۵ سګرټو څکول انسان د مرګ تر کومي رسوي.
په ورته مهال، موږ ته ډېر کله لاس رسی نه وي، ځکه موږ د خپل ځېرک ټلیفون ته د راتلونکو پیغامونو له امله تر بمبار لاندې و.
دا دوامداره اړیکه، ځینې وخت پر موږ بوج شي، نو ځکه د ځان هوسا کولو لپاره له هرڅه له ځان لرې کوو.
په داسې حال کې، شونې ده چې توازون رامنځته کړئ.
بي بي سي ځینې روغتیا پوهان په دې اړه پوښتلي دي.
ایا د یوازېتوب او ځان ګوښه کولو ترمنځ توپير شته؟
سره له دې چې په عمر پورې تړلې ستونزه ده، خو یوازیتوب هغه مهال چې د اوږد مهاله کوربندۍ یا قرطین وخت و د میلیونونو خلکو لپاره په یوه ننګونه بدل شوی وو، ځکه ټولنیز واټن جبري شوی و او خلک اړ وو چې په کور پاتې شي.
د بریتانیا شیفلډ هالم پوهنتون د یوازېتوب مرکزي د څېړنو مشره اندریا ویګفیلډ وایي، یوازیتوب یوه ذهني او د ناخوښی وړ موضوع ده او هغه وخت رامنځته کېږي چې "مختلفې ټولنیزې اړیکې له خوا کمې یا پیکه شې."
کارپوهان وړاندیز کوي، کله چې احساس کوی، د شخصي اړیکو بڼه مو د هغه پرتله چې غواړئ ښکاره یې کړی کمزورې شوې یا خپلې اړیکې د خپلو ګاونډیانو له اړیکو سره پرتله کړئ، نو کله چې پوه شی، شخصي اړیکې مو پېکه شوې د ناخوښۍ احساس کوئ.
خو ګوښه کړای شوی کس ډېر په چټکۍ یوازې کېږي، سمه ده که د خلکو په منځ کې هم وي.
ویګفیلډ خبرداری ورکوي، داسې احساس چې ګواکي تاسو په چا پورې تړلی نه یې یا مو د اړیکو جوړولو بڼه کمزورې ده، نو ډېر ژر به تاسو د ناسمو او ناخوښو احساساتو ښکار شئ.
په ځینو ژبو کې ښایي مختلفې کلیمې وکارول شي، خو په مقابل کې یې، یوازېتوب هغه لنډمهاله حالت دی، چې ښایي یوه شېبه خوشحالي او هوساینه له ځان سره ولري.
څېړونکي وایي، یوازېتوب هغه دورې ته وایي چې تاسو په فزیکي توګه یوازې یئ او په ټولنیزو رسینو کې له چا سره راکړه ورکړه نه لرئ.

د عکس سرچینه، Getty Images
یوازېتوب ستاسو پر بدن څه اغېز کوي؟
په رښتیا هم چې یوازېتوب د روغتیا لپاره ډېر زیان رسوونکی دی، د کمبرېج پوهنتون یوه تازه څېړنه هغه اړیکه په ډاګه کوي چې یوازېتوب یې د زړه له ناروغیو سره لري، دارنګه د شکرې ناروغۍ دویم ډول او د میکروبونو پر وړاندې کمزوري.
اندریا ویګفیلډ زیاتوي: ګڼ شواهد شته چې یوازېتوب د ډېمېنشیا لامل ګرځي، ژور خفګان، اضطراب او د مرګ خواته کش کول یې حتمي دي.
د دې اړیکې ترمنځ پټ راز لا نه دی روښانه شوی. روغتیا پالان فکر کوي دا اړیکه کیدای شي په بدن باندې د فشار زیاتوالي او د ګوښه والي له امله د درک وړ هڅونې نشتوالي له امله وي، چې په پایله کې یې رواني روغتیا زیان ګوري.
د یوازېتوب کچه په ټوله کې مالومه ده. د روغتیا نړیوال سازمان اټکلیزې شمېرې ښيي چې د زړو خلکو ترمنځ له هرو څلورو یو یې له ټولنیز پلوه ګوښه شوی.
خو د یوازېتوب کچه څرګنده ده. د روغتیا نړیوال سازمان اټکل کوي چې په هرو څلورو زړو کسانو کې یو یې په ټولنیز ډول منزوي دی او له ۵-۱۵٪ ځوانان له یوازېتوب سره مخ دي.
په داسې حال کې چې ځوانانو کې له ۵ تر ۱۵ سلنو له یوازېتوب سره مخ دي.
له عمر پرته، ځينې ځانګړي ډلې په زیاتېدونکې توګه د یوازېتوب له ګواښ سره دي، لکه کډوال، توکمي لږکي، پناه غوښتونکي، همجنس خوښي او هغه خلک چې نورې روغتیایي ستونزې لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
څنګه په یوازېتوب برلاسي کېدای شو؟
په وروستیو کلونو کې، ګڼو حکومتونو د یوازېتوب له ناروغۍ سره د مبارزې لپاره نوښتونه پیل کړي. دا د سیاسي اجنډاوو په سر کې ځای لري ځکه چې روغتیایي خدمتونو، ټولنیز امنیت او ټول ګډونه اقتصاد ته د میلیونونو ډالرو لګښتونه روښانه شوي دي.
څېړنې ښیې چې رضاکاران او هڅې یې په دې برخه کې یوه ګټوره ستراتیژي کیدای شي. په هانګ کانګ کې، د رضاکارانو یوې ټولنې د ازمایښتي پړاو لپاره په دې ټینګار کړی چې خپل لایه یا اضافي وخت هغه هدف ته وقف کړئ چې تاسو باور لرئ او کولای شئ، هغه خلک په ځانګړي ډول زاړه عمر لرونکي له یوازېتوبه وژغورئ.
په اسټرلیا او نېدرلنډز کې بیا له مختلفو لارو ګټه اخیستل کېږي چې دا ډول خلک بیا په ټولنه کې مدغم کړي، هلته ځوانان او مشران هڅول کېږي چې په عامه ځایونو کې په ګډه سره کېني او په مسایلو خبرې وکړي.
په بریتانیا کې بیا د ټولنیزې نسخې په نامه یوه حل لاره کارول کېږي، چې له مخې د درملو په ځای ګوښه کړای شوي ناروغان له هغو خدمتونو سره نښلول کېږي چې دا ډول خلک یو له بل سره مخامخ کوي.
کارپوهانو بي بي سي ته ویلي، په فردي کچه دا ډول خلک باید له خپلو دوستانو او ملګرو سره اړیکو ته پام وکړي. هغو نښو ته پام وساتي چې د یوازېتوب او ګواښه والي لامل ګرځي، لکه دوامداره غمونه یا له کوره وتل.

د عکس سرچینه، Getty Images
ایا یوازېتوب بدنامي ده؟
پوهان ټینګار کوي، چې د یوه ټولنیزو موجود په توګه انسانان تل په ټولنو او ټولنیزو شبکو تکیه کوي او د ژوندي پاتې کېدو لپاره باید ځانګړي قوانین په ځان ومني.
د دوی په وینا، موږ تل ټولنیزو معاملو او یو ځای کېدو ته ارزښت ورکوو، ځکه یوازېتوب یوه بدنامي ده.
د بریتانیاو رېډینګ پوهتون څېړنو ښودلې، د ګوښه والي شېبې کولای شي هم ښې او هم بدې پایلې لرلی شي.
د څېړنو پایلې ښيي، چې څو ساعته په یوازېتوب تېرول، کله ناکله، سټرېس کموي، په خپلواکه توګه ټاکنه او اړیکو کې مهم رول لري چې کیدای شي ارامښت له ځان سره ولري.
خو د ډېر وخت لپاره یوازې پاتې کېدل د ناخوښۍ او نا ارامۍ لامل ګرځي.

د عکس سرچینه، Getty Images
څنګه خپل ځانته مانا لرونکې شېبې ومومو؟
شواهد ښیي چې یوازېتوب د داخلي نظم، د آزادۍ او خپلواکۍ احساس لپاره ځای برابروي. دا حالت هغه وخت کارنده دی چې تاسو سخت فشار تجروبه کوی، یا دا چې فکر ډېر کارونه دي باید یوازې شی.
نو ځکه په داسې حالت کې د ځان ګوه کول ستاسو له رواني روغتیا او انعطاف سره مرسته کوي خو ډېر وخت په یوازې تېرولو بیا په سړی سرباری کېږي.
څېړونکي وایي د دواړو حالتونو ترمنځ باید توازن وساتل شي، د اړتیا ه وخت کې باید ځان ګوښه کړی او کله چې له نورو سره خبرو ته اړتیا ولری بیا باید اړیکو مو پراخې وي.
خو ایا کوم ټاکلی حد شته؟
د ریډینګ پوهنتون موندنې په ډاګه کوي هغه خلک چې ډېر وخت یوازې یا ګوښه تیروي، ناخوښه دي.
نو ځکه هر څه لپاره باید ټاکلی وخت وي.
کارپوهان وړاندیز کوي چې خپل فعالیتونه باید خوځنده کړی، ځکه د استراحت اوارامښت لامل کېږي، د ځان بوخت ساتلو لپاره لوبې ډېرې مهمې دي.
لکه، کتاب لوستل، بڼوالي، پلی تګ، موسیقي اوریدل، پخلی او یا هم د لاسي توکو جوړول.






















