تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسرائیل ټولټاکنې؛ ولسمشر یې وایي، ټاکنې باید بل پړاو ته لاړې نه شي
د اسراییل ولسمشر ایزېک هرزوګ وایي، هڅه دې وشي چې ټاکنې بل پړاو ته لاړې نه شي.
" موږ باید هر هغه څه وکړو چې زموږ له وسه پوره دي چې ټاکنې بل پړاو ته لاړې نه شي".
په اسراییلو کې د رایو شمېرنه لا روانه ده او تر دې دمه نتنیاهو او سیال یې ایزنکوټ د اکثریت په ترلاسه کولو کې پاتې ښکاري.
په اسراییلو کې د قانون له مخې دا د ولسمشر مسوولیت دی چې د ټاکنو د پایلې له اعلانېدو وروسته، هر هغه کس چې د نوموړي په اند د حکومت د جوړولو جوګه دی، ورته بلنه ورکړي چې حکومت جوړ او اعلان یې کړي.
د اسراییلو ولسمشر له خپلو خلکو مننه کړې چې په ټاکنو کې یې برخه اخیستې او خپلې رایې یې کارولې دي.
"د ټاکنو بهیر واقعا د پام وړ و او په لسیزو کې تر ټولو لوړې کچې ګډون پکې ثبت شوی، دا د اسراییلو ټولنې لپاره د یاړ خبره ده او دا ښيي چې خلک څومره د دیموکراسۍ پلوي او غوښتونکي دي".
د اسراییلو ولسمشر ویلي، کله چې د ټاکنو پایلې ترلاسه کړي نو له ټولو ښکېلو اړخونو سره به سلا مشورې وکړي او د ټولو نظرونه به واوري.
په اسرائیلي ټاکنو کې د نژدې ۹۰ سلنې کارول شویو رایو تر شمېرنې وروسته تر اوسه داسې نه ښکاري، چې له دواړو مخکښو سیاسي بلاکونو یا ائتلافونو یو هم د اکثریت ترلاسه کولو پر لور ځي.
ګادي ایزنکوټ د تازه رامنځته شوي "یاشار" ګوند مشري کوي او د "بدلون ایتلاف" مخکښه څېره ګڼل کېږي او تر اوسه برالا شوې پایلې ښيي چې د بنیامن نتنیاهو د لیکود ګوند د تر ټولو ستر واحد ګوند په توګه د راڅرګندېدو احتمال ډېر دی.
نتنیاهو د یوه "پیاوړې" ښي اړخې حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې، خو ایزنکوټ بیا ټینګار کوي چې اسرائیلیانو د نتنیاهو د واکمنۍ د پای ته رسولو لپاره رایه ورکړې ده.
بیت المقدس کې د منځني ختیځ لپاره د بي بي سي خبریاله یولاندي نیل په خپل رپوټ کې وايي، د رایو د پایلو د تدریجي اعلان په ترڅ کې، اوس داسې ښکاري چې د اسرائیلو تجربه کار لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د ډېرو وړاندوینو برعکس تر اټکلونو ښه پایله ترلاسه کړې او د هغه لیکود ګوند د تر ټولو لوی واحد ګوند په توګه راڅرګند شوی دی.
د لیکود اوسنی ائتلاف، چې له سختدریځو ملتپالو او سختدریځو یهودي مذهبي ګوندونو سره جوړ شوی، داسې ښکاري چې د ۱۲۰ کسیز پارلمان د ۶۱ څوکیو اکثریت ته له رسېدو لږ واټن لري.
خو شنونکي خبرداری ورکوي چې دا وضعیت بدلېدلی شي، ځکه د رایو لومړنۍ شمېرنه تر ډېره په هغو سیمو متمرکزه وه چې د ښي اړخي سیاستونو پیاوړی ملاتړ پکې شته.
له ټاکنو مخکې په پراخه کچه دا اټکل کېده چې د رایو پایله به په ټپه ولاړ حالت ته لاړه شي، په ځانګړې توګه ځکه چې د رایه ورکوونکو ګډون له ۷۷ سلنې اوښتی و.
د اسرائیلو په ویشلي سیاسي نظام کې نښې نښانې ښيي چې د نتنیاهو اصلي سیال، پخوانی پوځي لوی درستیز ګادي ایزنکوټ، ښايي د پارلمان اکثریت د ترلاسه کولو لپاره له ستونزو سره مخ شي، خو که د اسرائیلو د عرب اقلیت له ګوندونو ملاتړ ورسره نه وي.
د جزوي پایلو له مخې، دغو ګوندونو یا خپلې مخکنۍ څوکۍ ساتلې دي او یا یې د خپلو تاریخي لوړو څوکیو شمېر نور هم زیات کړی دی.
د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال، ډېرو یهودي مخالفو ګوندونو ژمنه کړې وه چې د عرب اکثریت لرونکو ګوندونو له ائتلافونو سره به کار ونه کړي، او دلیل یې دا و چې د دوی ترمنځ ګډ سیاسي او ټولنیز ارزښتونه نه شته.
د بي بي سي نړیوالو چارو خبریاله لیزدوسیت د دې وضعیت په هکله وايي، په ۱۹۹۶ کال کې د اسرائیلو د ټاکنو له مشهورو کیسو څخه یوه دا ده چې رایه ورکوونکي په دې باور سره ویده شول چې د کارګر ګوند مشر شیمون پارېس بریالی شوی، خو سهار یې ولیدل چې بنیامین نتنیاهو د لومړي ځل لپاره د حکومت لوړ مقام خپل کړی دی.
هغو ټاکنو له اوسنیو سره توپیر درلود، ځکه هغه مهال خلکو هم د ګوند او هم د مشر لپاره مستقیمه رایه ورکوله.
خو اوس له هغه دېرش کاله وروسته د رایو د شمېرنې پر دوام، هغه سیاستوال چې د "بیبي" په نوم پېژندل کېږي، د نظرپوښتنو له اټکلونو زیاتې څوکۍ د خپل لیکود ګوند او د ښي اړخو ملتپالو متحدینو لپاره ترلاسه کوي.
خو په هغو ټاکنو کې چې مخالفانو هیله لرله د اسرائیلو د تر ټولو اوږدمهاله لومړي وزیر وروستۍ ټاکنې به وي، لا هم له نیمایي څخه د زیاتو رایو تر شمېرلو وروسته کوم څرګند ګټونکی نه ښکاري.
اوس مهال، د شمېرو تر څنګ سیاسي روایتونه هم ډېر اهمیت لري.
نتنیاهو، چې له ډېرې مودې راهیسې د اسرائیلو د سیاست "جادوګر" بلل کېږي، اعلان کوي چې ګوند یې تر ټولو لوی ګوند دی.
خو تر اوسه یې د پخوا پرتله څوکۍ له لاسه ورکړي او ایتلاف یې لا نور هم کمزوری شوی دی.
بل لور ته د هغه اصلي سیال ګادي ایزنکوټ، چې سیاست ته نوې څېره بلل کېږي، د ۶۱ څوکیو د جادويي اکثریت د ترلاسه کولو لپاره محدود انتخابونه لري.
نن سهار یو بل مهم بحث هم روان دی او هغه د اسرائیلو د هویت په اړه دی.
ایا د عربانو اکثریتي ګوندونه، چې د تاریخ تر ټولو ډېرې څوکۍ یې ترلاسه کړې دي، باید د بدلون په حکومت کې شامل شي؟
د نتنیاهو پلویان دا کار د یهودي اسرائیلو لپاره خطر بولي، خو نور استدلال کوي چې همدا دیموکراسي ده.
له دې مخکې د اسرائيل د ټاکنو مرکزي کمېسیون وویل چې له درېیمې ډېره برخه یعني شاوخوا یو اعشاریه دوه (۱.۲) میلیونه رایې شمېرل شوې دي.
د دې ادارې د شمېرو له مخې، د بنیامین نتنیاهو (لیکود ګوند) له څه کم ۲۲ سلنه معتبرو رایو خپلولو سره مخکښ او د ده د اصلي سیال ګادي ایزنکوټ (یاشار ګوند) له څه کم ۱۶ سلنه رایو ګټلو سره دویم دی.
په همدې حال کې د عربانو په مشرۍ نوماندانو په ګډه ۲۲ اعشاریه نهه (۲۲.۹) سلنه رایې ګټلې او درېیم ځای لري.
د اسرائيلو ځینو رسنیو اټکل کړی چې د ایزنکوټ ګوند (یاشار) او د هغه په مشرۍ د "بدلون بلاک" درې نور یهودي اپوزیسیون ګوندونه به د اسرائيلي پارلمان (کنېسېت) له ۱۲۰ څوکیو ۵۱ ترلاسه کړي او د نتنیاهو (لیکود ګوند) او د هغه سختدریځه او افراطي مذهبي یهودي متحدان به هم ۵۱ څوکۍ وګټي.
د یوې بلې رسنۍ د نظر پوښتنې له مخې، نتنیاهو د درو څوکیو په توپير له خپل اصلي سیاله مخکښ ښودل شوی دی.
خو د رایو شمېرل لا هم روان دي او دا شمېرې وخت په وخت بدلېږي.
تر دې وړاندې هم د اسرائيلو بېلابېلو رسنیو د خپلو نظر پوښتنو پایلې په ډاګه کړې وې چې له مخې یې د اسرائیل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره سیالۍ ته د ولاړ ګاډي ایزنکوټ په مشرۍ اېتلاف که څه هم په ټاکنو کې تر ټولو د لوی پارلماني بلاک په توګه راڅرګند شوی، خو وړاندوینه دا ده چې د نتنیاهو لیکود ګوند به په پارلمان (کنیسټ) کې له ټولو لوی واحد ګوند وي.
د اسرائيلي-عرب ګوندونو په اړه هم ویل کېږي، چې په دغو ټاکنو کې یې ریکارډ شمېر څوکۍ ګټلې دي.
د اسرائيل د دولسم او دیارلسم کانال لخوا ترسره شوې نظر پوښتنې ښيي، چې د اېزنکوټ په مشرۍ اېتلاف په دغو ټاکنو کې د پارلمان ۵۲، د لومړي وزیر نتنیاهو د واکمن لیکود ګوند په مشرۍ اېتلاف ۵۰ او عربي ګوندونو ۱۸ څوکۍ ګټلې دي.
'کان نیوز' بیا د ایزنکوټ د بلاک د څوکیو شمېر ۵۳، د نتنیاهو ۵۰ او د اسرائيلي-عرب ګوندونو ۱۷ اټکل کړی دی.
دا اټکل شوې پایلې ښيي، چې یو اېتلاف هم په یوازې ځان د حکومت جوړولو لپاره د ۶۱ اړینو څوکیو په ترلاسه کولو نه دی بریالی شوی.
دمګړۍ د اسرائيل د پارلمان له ۱۲۰ څوکیو ۶۸ د نتنیاهو په مشرۍ له واکمن اېتلاف سره دي.
د هغه مخکښ سیال ګاډي ایزنکوټ، چې د اسرائیل د پوځ پخوانی لوی درستیز دی، د "بدلون بلاک" په نامه اېتلاف کې تر ټولو د لوی ګوند 'یشار' مشري کوي.
د یادونې ته چې یوازې د څو څوکیو توپیر د اسرائیل د ټاکنو برخلیک بدلولی شي او په تېر کې تر رای اچونې وروسته د ترسره شویو نظرپوښتنو پایلې هم وخت ناوخت ناسمې زباد شوې دي.
د یادونې ده چې د اسرائیل په دغو ټاکنو کې د رای ورکوونکو د ګډون یا (ټرناوټ) کچه له ۶۶.۷ سلنې لوړه ښودل شوې.
دا له ۱۹۹۹ کال راوروسته د اسرائيل په ټولټاکنو د خلکو تر ټول پراخ ګډون ښودل شوی دی.
ټاکل شوې د لومړنیو رسمي پایلو اعلان په راتلونکو ساعتونو کې پیل شي، خو شاوخوا ۶۰۰ زره اټکل شوې ناسوبه رایې به، چې نږدې ټولې یې د پوځ اړوندې دي او د ټولو رایو شاوخوا لس سلنه جوړوي، تر پنجشنبې ورځې په بشپړه توګه ونه شمېرل شي.
کله چې وروستۍ پایلې ترلاسه او له ټولو سیاسي اړخونو سره سلا مشورې وشي، نو د اسرائیلو ولسمشر به د هغه ګوندي مشر ته د حکومت جوړولو بلنه ورکړي چې د نوموړي په اند د یوه بریالي اېتلاف د جوړولو تر ټولو ډېر چانس لري.
د حکومت جوړولو دا بهیر ښايي څو اوونۍ وخت ونیسي.