موزمبیق کې موندل شوی غمی په ریکارډ بیه وپلورل شو

د عکس سرچینه، SOTHEBY'S
په نیویارک کې یو یاقوت غمی د ریکارډ بیې ۳۴ اعشاریه اته میلیونو ډالرو بدل کې پلورل شوی. دا تر ټولو لوی یاقوت بلل کېږي، چې لیلام ته وړاندې شوی.
سوتبېز لیلامي ادارې چې دا ۵۵ اعشاریه ۲۲ قیراطه یاقوت یې پلورلی دا یو ''بې ساري'' غمی بللی. د دې یاقوت حجم په ناتوږل شوې بڼه تر ۱۰۱ قیراطه پورې رسېده. د یادونې ده، چې دا غمی د موزمبیق په شمال کې پروسږ کال له یوه کانه موندل شوی و. دا سیمه د ګران بیه یاقوتو لپاره ډېره مشهوره ده.
داسې یاقوت چې له توږلو وروسته یې حجم له پنځه قیراطه زیات وي، خورا کمساري دي. د پریس ایسوسي اېشن په رپوټ کې د سوتبېز مشر قویګ برونینګ له قوله ویل شوي، لومړی ځل د دې غمې له لیدو وروسته هک حېران پاتې شو.
د موزمبیق کابو دیلګادو ایالت کې د مونتیپیوز سیمې دغه کان په داسې یوه سیمه کې موقعیت لري، چې له څو کلونو راهیسې سخت دریځي وسله وال پکې فعال دي.
کابو دیلګادو یوه بیوزله سیمه ده، خو د کانونو پرېمانه زېرمې لري. شنونکي وايي، په دې سیمه کې د کاري فرصتونو نشتوالی هم د سخت دریځو وسله والو ډېرېدو یو لامل دی. د یادونې ده چې په دې سیمه کې شخړې له ۲۰۱۷ وروسته پیل شوې.
د سویلي افریقا پرمختیايي ټولنې بلاک سادک ځواکونه په ۲۰۲۱ کال کې له جهادیانو سره مبارز ته چې د سختو بریدونو لپاره مشهور دي، په سیمه ځای پر شوي.
د دوی زور دومره زیات شوی و، چې د سیمې لوی ښارونه یې کنټرولول. موزمبیق پوځ وکولای شول، د سیمه ییزو ځواکونو په مرسته د ښارونو کنټرول بېرته ترلاسه کړي او تاوتریخوالی کم کړي، خو په ټیټه کچه اوس هم په سیمه کې وسله وال فعال دي.
بل لور د سوتبیز مسوولین وايي، د تازه پلورل شوي غمي له عاید نه یوه برخه په دې سیمه کې د یوې داسې اکاډیمۍ لپاره ځانګړې کېږي چې د کان کېندنې، انجنیرنګ، ترکاڼي او کرهڼې په برخو کې به تخنیکي زدکړې ورکوي.



















