د يوناما مشره: افغانستان کې د واکمنو هغه تګلارې چې ښځې له پامه غورځوي، ‘نړيوالې ټولنې ته د منلو وړ نه دي’

د خپرېدو وخت

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د یوناما مشرې د دغه سازمان امنیت شورا ته په یوه رپوټ کې وویل، افغانستان کې د واکمنو چارواکو هغه تګلارې چې د ښځو د څنډې ته کولو او له پامه غورځولو لامل کېږي "نړیوالې ټولنې ته د منلو وړ نه دي".

روزا اوتنبایوا پخپل وړاندې کړي رپوټ کې وویل، "کله چې د ملګرو ملتونو پخواني سرمنشي کوفي عنان ته د ۲۰۰۱ کال ډسمبر کې د سولې نوبل جایزه ورکړل شوه، هغه خپله وینا په دې خبره پیل کړه چې، نن به په افغانستان کې یوه نجلۍ وزیږي، "هغه اوس څوک ده؟ هغه د پوهنتون محصله ده له دې کبله تبعید ته اړایستل شوې چې خپل تعلیم ته یې دوام ورکړی و. "

د یوناما مشره تر ډېره په افغانستان کې د نجونو پر وضعیت تم شوه.

اغلې اوتنبایوا پوښتلي چې په ۲۰۰۱ کې زیږېدلي افغانه نجلۍ اوس د افغانستان په سوېل لوېدیځ کې هغه نجلۍ ده چې وروستیو کې د یوناما ټیم ورسره کتلي، د کونډې دا لور چې د جګړې له کبله هېڅ ښوونځي ته نه ده تللې او هره ورځ یې اندېښنه د کورنۍ لپاره د کافي اوبو موندل دي.

هغې وویل چې په افغانستان کې دغه ډول لنډې بېلګې د ننني افغانستان پېچلتیاوې او کړاو په ګوته کوي چې هېڅوک ورته اسانه ځواب نه لري.

اغلې اوتنبایوا په افغانستان کې بېوزلۍ او وچکالۍ ته په اشاره وویل، له دریو کلونو راهیسې دغه هېواد له وچکالۍ سره مخامخ دی چې په وینا یې اتیا سلنه وګړي یې پر کرنه تکیه کوي، خو د اقلیم بدلون او د اوبو کمښت د خلکو ژوند لا پسې ګران کړی دی.

دې وویل په افغانستان کې ځینې داسې سیمې شته چې وګړي یې یوازې د اوبو موجودیت لومړیتوب ګڼي.

دې پخپله رپوټ کې وویل، چې د یوناما یو رپوټ په افغانستان کې د واکمنو چارواکو له لوري تاوتریخوالي ته ځانګړی شوی و او د بښنې نړیوال سازمان په ډاګه کړې وه چې د مخکني حکومت چارواکي او د پوځي ځواکونو له غړو سره ناوړه چلن یې مستند کړی چې په وینا یې په ګنو پېښو کې له بشري حقونو سرغړونې شوې دي.

نوموړې زياته کړه، "په بشري حقونو کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ هڅې پر دې ورټولې دي چې واکمن چارواکي د یوه ټولشموله او چټک ځواب ویونکي نظام جوړولو ته وهڅوي او د انسانانو حقونو او معیارونو ته درناوی ولري."

افغانستان ته د اسلامي نړۍ د ځینو عالمانو او اسلامي همکارۍ د غړو د سفر په اړه اغلې اوتنبایوا وویل، دوی د داسې سفرونو هرکلی کوي، "دغو عالمانو هم د نجونو پر تعلیم، د ښځو پر کار او یوه ټولشموله حکومتوالۍ ټینګار درلود، چې په وینا یې دا چارې په ګرده نړۍ کې د اسلامي حکومتوالۍ یوه نه بېلېدونکې برخه ده".

دې وویل، چې د دغه ډول سفرونو د دوام غوښتنه کوي چې په افغانستان کې د واکمنو چارواکو او اسلامي نړۍ د عالمانو ترمنځ پکې پر مهمو مسلو بحثونه او د نظر تبادله کېږي.

په سیاسي ډګر کې اغلې اوتنبایوا د مسکو فارمټ غونډې ته په اشاره- چې د طالبانو د بهرنیو چارو چارسمبالی امیر خان متقي په مشرۍ یو پلاوی ورغلی- وویل، د روانې میاشتې وروستیو د روسیې کازان کې د مسکو فارمټ غونډه جوړېږي چې تر ډېره به پکې پر ټولشموله حکومت تمرکز وي.

د طالبانو حکومت تل ویلي چې د دوی حکومت ټولشموله دی. خو اوتنبایوا وايي، "تر هغه چې په کور د ننه خلکو حکومت منلی نه وي، د نړیوال مشروعیت پیدا کول یې ناممکن دي".

د نیوکو سربېره هغې په افغانستان کې د کوکنارو د کرکېلې کمېدو ته په اشاره خوشبیني وښوده او د ایې د واکمنو چارواکو یو مثبت ګام وباله. هغې وویل چې په افغانستان کې د کوکنارو او نشه يي توکو په اړه رپوټ به د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د ادارې له خوا په راتلونکې اکتوبر میاشت کې خپور شي.

دې وویل، تر تېرې اوونۍ پورې افغانستان لپاره د بشري مرستو له غوښتل شوو درې اعشاریه دوه میلیارده ډالرو یوازې ۸۷۲ میلیون ډالر ترلاسه شوي، خو په ورته وخت کې د مرستندویه ادارو پروګرامونه لا له وړاندې د تړل کېدو له خطر سره مخامخ دي.

"په دې معنا چې ۱۵.۲ میلیونه افغانان اوس د خوړو له ریښتوني ناخوندیتوب سره مخامخ دي او راتلونکو میاشتو کې ښايي د لوږې کچه لا پسې لوړه شي".