یوناما: د کابل پروني برید لږترلږه ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د خپرېدو وخت

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما ویلي، د کابل پروني برید کې تر ډېره هزاره وګړو ته مزګ ژوبله اوښتې ده.

یوناما پر اکس یا پخواني ټوېټر یوه بیان کې لیکلي "د کابل تېرې شپې برید کې لږ تر لږه ۲۵ هزاره وګړي مړه او ټپي شوي دي."

په کابل کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ هم له چاودنې وروسته لومړي او نن یکشنبه وروستي جزیات خپاره کړي دي.

هغه لیکلي "د کابل ښار شپږمې حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې پرون د شنبې ماښام شاوخوا ۶:۱۵ دقیقې د سپرلۍ په یوه کاسټر موټر کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو چاودنه شوې."

طالبان وايي دې پېښه کې ' پنځه تنه عام هېوادوال شهیدان او ۱۵ تنه نور ټپیان شوي.'

د طالبانو د کابل پولیسو امنیه قوماندانۍ ویلي "د پېښې په اړه د پولیسو له لوري لا هم پلټنې روانې دي، ترڅو مجرمین پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري."

یوناما دې بیان کې په ولسي وګړو د بریدونو د درولو او د افغانستان هزاره وګړو خوندیتابه ته پر لا پاملرنې ټینګار هم کړی دی.

د شنبې په ماښام ځایې وخت شپږ بجې د کابل ښار په لوېدیځه سیمه دشت برچي کې پر یوه کاسټر ډوله موټر چاودنه شوې وه.

له پېښې وروسته طالب چارواکو ویلي وو، 'لومړني مالومات ښيي چې په دې چاودنه کې دوه کسان وژل شوي‌ او ۱۴ نور ټپیان دي.‌'

په کابل کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ هم له چاودنې وروسته د دغې پېښې په اړه وروستي جزیات خپاره کړي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او اجراییه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم په خپلو ټولنیزو رسنیو دا پېښه غندلي ده.

حامد کرزي ویلي د کابل په دشت برچي سیمه کې چاودنه چې له امله یې زموږ یو شمیر هیوادوال شهیدان او ټپیان شوي په کلکو ټکو غندي او د ده په ټکو "دا تروریستي عمل غیر اسلامي او ضد بشري عمل بولي."

د دې چاودنې څرنګوالی لا مالوم نه دی، خو تازه یې مسولیت داعش ډلې منلی دی.

په خواله رسنیو کې له سیمې خپرو شویو وېډیوګان کې لیدل کېږي، چې کاسټر ډوله موټر له چاودنې وروسته اور اخیستی او لمبي ترې پورته کېږي.‌

د اوروژنې عملې له رسېدو مخکې ځایي خلکو د اور مړه کولو لپاره اوبه ورځغلولې.

طالب چارواکي وايي، د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.‌

دا روانه اونۍ په سیمه کې دویمه خونړۍ پېښه ده چې مسولیت یې داعش وسله وال مني.

له دې مخکې د ایران په کرمان کې د دوه چاودونو له کبله له سلو د ډېرو کسانو د مړینې ویل شوي دي.

د کابل په شیعه میشتي دشت برچي سیمه کې د تېر ماښام چاودنه چې مسولیت یې داعش اخیستی روان کال د دې ډلې دویم لوی برید دی.