تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ پر مهال له زدکړو د منع شوې افغانې د زحمتونو کیسه؛ کور کې زدکړو څنګه بریتانیا کې د استادۍ جوګه کړه؟
د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ پر مهال له زدکړو د منع شوې افغانې د زحمتونو کیسه؛ کور کې زدکړو څنګه بریتانیا کې د استادۍ جوګه کړه؟
د خپرېدو وخت
نرګس بېګ په ۱۹۹۶ کې لسم ټولګي کې وه چې طالبان لومړی ځل پر افغانستان واکمن شول او نجونې یې له زدکړو منع کړې. خو هغې څنګه د خپل لوستي پلار او مور په مرسته په کور کې زدکړو ته دوام ورکړ او بیا څنګه تر بریتانیا او هلته تر استادۍ ورسېده؟ دلته یې نورګل شفق ته د خپل ژوند د کړاوونو او خپلو ارمانونو ته د رسېدو کیسه کړې: