وزيرستان کې د ښوونځيو او زدکړو حالت

د ویډیو تشریح، وزيرستان کې د ښوونځيو او زدکړو حالت
وزيرستان کې د ښوونځيو او زدکړو حالت
د خپرېدو وخت

تېره مې شمالي او جنوبي وزيرستان کې د نجونو پر ښوونځيو څو بريدونه وشول. يوه پېښه کې د شمالي وزيرستان رزمک کې د نجونو منځنی ښوونځی د نامعلومو کسانو له لوري وسوځول شو. له دې مخکې ورته پېښه د جنوبي وزيرستان شاوه کې هم شوې وه.

داسې حال کې چې همدې مې د نجونو يو بل شخصي ښوونځي چې د جوړېدو حال کې و، په بمونو والوځاوه. د بشري حقونو ډلو د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې د نجونو پر ښوونځيو بريدونو او هم دې هغه حالت پر وړاندې ګامونه واخلي چې د خلکو کورنيو ته په کې ګواښونه کېږي.

د پاکستان بشري حقونو کمسيون ويلي دوی بوږنېدلي، چې د وزيرستان خلک په ښکاره، ګواښل کېږي چې خپلې لوڼې دې ښوونځيو ته نه استوي. دغې ټولڼې ويلي دا پېښې قبايلي سيمو کې د سولې په سختۍ ګټل شوی نازک حالت بېرته په شا بيايي.

د پښتونخوا قبایلي سيمو کې امنيت تېرو نژدې شلو کلونو کې پرله پسې ناوړه شوی، د اورپکۍ پېښو او پوځي عملياتو د خلکو ژوند په ژوره اغېزمن کړی دی.

د نجونو پر ښوونځيو دغو پرله پسې بريدونو له امله د قبايلي سيمو خلک په لاريونو ووتل او د خونديتابه او خپلو لوڼو زامنو ته یې د زده کړو چاپېريال برابرولو غوښتنه کوله. رحمان الله پرې راپور رالېږلی دی.