د ناحقه قتل په تور ۴۳ کاله بندي ښځه له زندانه خوشې شوه

سانډرا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سانډرا اوس ۶۴ کلنه ده، داسې انګېرل کېږي چې د هغې د استازو په وینا، دا د متحده ایالاتو په تاریخ کې د یوې مېرمنې ترټولو اوږد پېژندل شوی غلط محکومیت دی.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

یوه ښځه د هغه قتل په تور ۴۳ کاله زندان کې وه،‌ چې هغې نه و کړی، د محکومیت له باطلېدو وروسته خوشې شوې ده.

سانډرا هیم ۲۰ کلنه وه کله چې د ۱۹۸۰ کال په نومبر کې د میزوري له سینټ جوزف د کتابتون کارکوونکې پاټریشیا جیشکي په چړو وهلو محکومه شوه او هغې ته د عمري بند سزا ورکړل شوه.

هېڅ داسې شواهد نشته چې د هغې له جرم سره تړاو ولري، پرته له هغه اعتراف څخه چې هغې په رواني روغتون کې د سخت دردوونکي درمل خوړلو وروسته ورکړی و، د هغې پر قضیه بیا له سره غور وشو.

سانډرا اوس ۶۴ کلنه ده، داسې انګېرل کېږي چې د هغې د استازو په وینا، دا د متحده ایالاتو په تاریخ کې د یوې مېرمنې ترټولو اوږد پېژندل شوی غلط محکومیت دی.

په "معصومه پروژه" کې د هغې قانوني ټیم وویل دوی منندوی دي چې اغلې هیم بالاخره له خپلې له کورنۍ سره یوځای شوې او د جرم په قضیه کې به دوی د هغې د نوم پاکولو لپاره "مبارزې ته دوام ورکړي".

په داسې حال کې چې هغه نور بندي نه ده، د هغې پر قضیه لا هم بیا کتنه کېږي.

ویل کېږي چې د اغلې هیم وکیلانو د هغې د بې ګناهۍ څرګند ثبوت درلود او هغه شواهد هم پکې وو چې په هغه وخت کې د هغې مدافع ډلې ته نه دي ورکړل شوي.

قاضي هارسمن وویل: "دې محکمې وموندله چې د شواهدو بشپړتیا د ریښتینې بې‌ګناهۍ موندلو ملاتړ کوي."

په بیا کتنه کې په ډاګه شوه چې محلي پولیسو هغه شواهد له پامه غورځولي چې مستقیم یې د دوی یو افسر ته اشاره کړې - مایکل هولمن - چې وروسته په بل جرم زندان ته لاړ او په ۲۰۱۵ کې مړ شو.

سانډرا

د عکس سرچینه، INNOCENCE PROJECT

د عکس تشریح، سانډرا هیم (کیڼ) ۴۳ کاله وروسته له زندانه د وتلو حالت کې

د هولمن ګاډی د وژنې په ورځ په سیمه کې لیدل شوی و او هغه د پیټریشیا جیشکي کریډیټ کارت له هغې ادعا وروسته کارولی و چې ویل یې په یوه ډنډ کې یې موندلی و.

د اغلې جیشکي پلار لخوا پېژندل شوې د سرو زرو ځانګړې غوږوالۍ یوه جوړه هم د هولمن په کور کې وموندل شوه.

بیاکتنې ومونده چې په دې وخت کې د اغلې هیم دفاعي ټیم ته هېڅ هم نه دي افشا شوي.

اغلې هیم څو څو ځله د پولیسو لخوا د انټي سایکوټیک او د ارامولو یو ډول ځواکمن درمل تر اغېز لاندې پوښتل شوې او وروسته په غیر ارادي ډول رواني روغتون ته ولېږل شوه. هغې له ۱۲ کلنۍ راهیسې کله ناکله رواني درملنه ترلاسه کوله.

د محکمې اسنادو ښودلې چې هغه په بشپړه توګه نه پوهېده چې څه تېرېږي او ځینې وخت یې په سختۍ خپل نېغ نیولی شو او د درملو د مستقیم اغېز له کبله یې د بدن غړو درد کاوه.

د قاضي هورسمن ارزونې وښوده چې د مېرمن هیم هېڅ کوم جنايي ثبوتونه له قتل سره تړاو نه لري. هېڅ داسې انګیزه نه وه او هېڅ ثبوت نه شته چې ګنې پر هغې د قتل له لګول شوي تور سره دې تړاو ولري.

بالاخره سانډرا هیم د جمعې په ورځ له زندان راووتله او د کانساس ښار سټار د راپور له مخې، له خپلې خور سره به و اوسېږي.