کمالا هرېس څومره پېژنئ؟
کمالا هرېس څومره پېژنئ؟
د خپرېدو وخت
د امریکا د ولسمشر مرستیالې، کمالا هارېس ویلي ویاړي چې، ولسمشرۍ لپاره د ډیموکراټ ګوند نوماندېدو په موخه یې پراخ ملاتړ ترلاسه کړی دی.
ښاغلي بایډن د اغلې هرېس ملاتړ کړی او وايي د ده ځایناستي کېدو لپاره دې د ډېموکراتیک ګوند نومانده غوره شي. تمه کېږي، کمالا هرېس په اګست میاشت کې د ډیموکرات ګوند په کنوانسیون یا لویه غونډه کې په رسمي ډول د ټاکنو په دې سیالۍ کې د نوماندې په توګه تایید شي. درځئ په دې رپوټ کې وګورو چې کمالا هرېس څوک ده؟



