یوې مور وروسته له ۴۳ کلونو ومنله، چې خپل لاعلاجه ناروغ زوی یې وژلی

د عکس سرچینه، PA MEDIA
یوې مور وروسته له ۴۳ کلونو منله چې خپل اوه کلن زوی چې پر لاعلاجه ناروغۍ اخته و وژلی دی. هغې خپل زوی ته مورفین درمل ډېر ورکړي چې له رنځه یې خلاص کړي او "په ارامۍ خپل ژوند پای ته ورسوي."
په اکسفوردشر کې د ابینګدن ښار اوسېدونکې انتونیا کوپر ویلي، زوی یې همیش د سرطان پر څلورمې مرحلې اخته و او په ۱۹۸۱ کال کې له مړینې وړاندې له شدید درد کړېده.
اوس چې دا مور پخپله په یوې لاعلاجه ناروغۍ اخته شوې، بي بي سي سره خبرو کې اعتراف کړی.
پولیسو اعلان کړی چې په دې برخه کې به څېړنې وکړي. انګلنډ کې ځانوژنه کې مرسته یا په قصدي ډول بل سره د خپل ژوند ختمولو کې مرسته ناقانونه ده.
همیش په نوروبلاستوما اخته و. دا هغه کمساری سرطان دی چې ماشومان پرې ډېر اخته کېږي.
پنځه کلن و چې ناروغي یې تشخیص شوه او هغه مهال ډاکټرانو ویلي وو چې درې میاشتې نور به ژوندی پاتې وي.
روغتون کې له ۱۶ میاشتې شدیدې درملنې وروسته ډاکټرانو ویلي وو، هغه به تر ډېره ژوندی پاتې شي خو د مور په وینا یې "همیش ډېر شدید او دوامداره" درد درلود.
نوموړې وايي: "د ژوند په وروستۍ شپه چې ډېر شدید درد یې و ما ترې وپوښتل: آیا داسې کار وکړم چې له درده خلاص شې؟ هغه ځواب راکړ: هو مورې هیله کوم او ما ډېره اندازه مورفین ورکړل چې ژوند یې ورته پای ته ورساوه."
بي بي سي له دې مور چې اوس ۷۷ کلنه ده وپوښتل آیا زوی مو پوهېده چې تاسې یې وژنئ؟"
هغې ځواب ورکړ: "زه پوهېږم په هغه شېبه چې درد پرې ډېر و او له ما یې وغوښتل چې دا درد یې کمولی شم نو په دې پوهېده چې څه به پېښېږي."
نوموړې زیاته کړې: "تاسې ته نه شم ویلی چې ولې او څنګه، خو زه یې مور وم او هغه یې پر مور مین و او ما هم په خپل ټول وجود ورسره مینه لرله او نه مې شو کولی دغسې یې په کړاو کې پرېږدم او زه احساسوم چې هغه ډېر ښه پوهېده چې څه به کېږي."

د عکس سرچینه، PA MEDIA
هغې دا هم ویلي: "دا سم کار و چې ما وکړ. زوی مې له سخت درد او رنځه کړېده او ما په هغه وضعیت کې نه شو لیدلی."
له هغې مو وپوښتل چې آیا پوهېږي چې په قصدي یا غیر قصدي ډول به د وژنې په تور تورنه شي: ویل یې "هو".
نوموړې زیاته کړه: "که دوی ۴۳ کاله وروسته هم ما د خپل زوی په مرګ نیسي نو زه پرې راضي یم. دوی دې بېړه راوکړي، ځکه چې زه له دې نړۍ روانه یم."
د همیش له مرګ څلور لسیزې وروسته یې مور هم د سرطان په لاعلاجه ناروغۍ اخته شوې.
هغه وايي خپل درد او رنځ یې د "اختیاري" مرګ پر وړاندې احساس لا ټینګ کړی. هغه وايي: "مونږ داسې رنځ د خپل کور پر حیواناتو نه لوروو ولې یې باید پر انسانانو ولوروو؟"
د "مرګ غوراوي حق" مدافع فعالان وايي د دې لپاره چې انسانان رنځ او کړاو تېر نه کړي باید واک ولري چې کله او څنګه خپل ژوند پای ته ورسوي.
منتقدین وايي، د دې قانون بدلول "د ژوند د پای ته رسېدو لپاره پر زیانمنو او ناروغانو د فشار زیاتېدو" لامل کېږي او داسې احساسوي چې پر نورو پېټی دي.
پولیسو د خبرپاڼې په خپرولو اعلان کړی چې: "په ۱۹۸۱ کال کې د اوه کلن هلک د ژوند ختمولو پر پېښه خبر یو."
په دې خبرپاڼه کې همدا راز راغلي: "په لومړۍ مرحله کې پولیس په دې اړه رپوټونه ارزوي او د پلټنو تر پایه په دې اړه هېڅ څه نه وایو."





















