د نړۍ د تاریخ تر ټولو ډېره توده میاشت د تېرېدو په حال کې ده

د عکس سرچینه، EPA
- Author, ماټ مګرات او مارک پوینټنګ
- دنده, بي بي سي نیوز ساينس او اقلیم
- د خپرېدو وخت
په داسې حال کې چې د نړۍ په بېلا بېلو سیمو کې د تودوخې خورا سخته څپه روانه ده، ساینسپوهان وايي، اوس ''په څرګند ډول معلومه ده'' چې روانه جولای میاشت د هوا پېژندنې په تاریخ کې تر ټولو توده میاشت ده.
په داسې حال کې چې د جولای میاشتې پای ته رسېدو ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي، څېړونکي وايي، دوی باوري دي چې په همدې میاشت کې به د تېر ۲۰۱۹ کال د تودوخې ریکارډ هم مات شي.
د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي انتونیو ګوتېرش وايي، د ځمکې کره یوې داسې دورې ته رسېږي چې نړیواله اېشېدنه به بلل کېږي. ساینسپوهان وايي، له کچې زیاته ګرمي له جامدو سونتوکو کارېدو سره تړاو لري.
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن بیا وايي، اقلیمي بدلون اوس یو ''موجود ګواښ'' دی او په خبره یې ''له دې وروسته هېڅوک د اقلیمي بدلون له اغېزو انکار نه شي کولای.''
ځینې کارپوهان ان په دې باور دي چې روان جولای میاشت به د تېرو ۱۲ زره کلونو تر ټولو سخته توده میاشت ثابته شي.
د جولای شپږمه تر ټولو ګرمه ورځ ریکارډ شوې او د اقلیمي بدلون کوپرنیکس خدماتو ادارې په وینا تر ټولو ګرمې ۲۳ ورځې ټولې په همدې میاشت کې وې.
له دې مخکې د میاشتې لومړیو ۲۵ ورځو د تودوخې اوسطه درجه ۱۶ اعشاریه ۹۵ درجې چې د ۱۹۱۹ کال د جولای میاشتې اوسط ۱۶ اعشاریه ۶۳ درجو تودوخې پرتله خورا زیاته ده.
څېړونکې د هوا تودوخې درجې معلومولو لپاره د نړۍ په لر او بر کې د هوا پېژندنې له ادارو شمېرې راټولوي، خو په داسې حال کې چې د نړۍ په هره برخه کې دا ډول ادارې نه شته، نو دوی خپله له چاپېریاله هم بېلګې ترلاسه کوي او بیا یې له کمپیوټري بېلګو سره پرتله کوي.
له دې سره ساینسپوهان د نړیوالې تودوخې یوه داسې نقشه ترلاسه کوي، چې (تشې نه لري) او د تودوخې درجې په هکله باوري شمېرې ترلاسه کوي.






















