مېرمن: له زېږون وروسته پر میندو څه تېرېږي؟
مېرمن: له زېږون وروسته پر میندو څه تېرېږي؟

د خپرېدو وخت
مور کېدل ښايي د یوې ښځې د ژوند تر ټولو خوږه او خوشاله شېبه وي چې له شاوخوا نهو میاشتو دردونو، کړاونو او بې خوبیو وروسته یې په برخه کېږي.
خو د ځینو میندو دا خوښي او خوشالي ښايي ډېر دوام ونه کړي. لامل دا دی چې یو شمېر ښځې له زېږون وروسته په خپګان یا ډپرېشن اخته کېږي. پلرونه هم پرې اخته کېدای شي. د دې اوونۍ مېرمن خپرونه کې پر همدې غږېږو.



