اسرائيلو کې د يرغمل شويو کسانو لپاره د لسګونه زره کسانو لاريون؛ د عمومي کاري اعتصاب لپاره چمتووالی نيول شوی

په تل ابيب کې پراخې مظاهرې

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

په اسرائیلو کې په لسګونه زره خلکو په هغو لویو مظاهرو کې ګډون کړی، چې له لارې یې له خپل حکومته له غزې د پاتې یرغمل کسانو د خوشي کولو لپاره له حماس سره د یوه جوړجاړي د منلو غوښتنه کوي.

په اسرائیل کې یوې ډېرې بانفوذه ټولنې 'هیستادروت' د مظاهرو دې غورځنګ د ملاتړ لپاره د دوشنبې پر ورځ د ټوليز کاربنديز غوښتنه هم کړې ده.

د اسرائیلي سیاسي اپوزېسیون مشر یائیر لاپید هم په هغو کسانو کې شامل دی، چې پر حکومت یې د عملي اقدام لپاره د فشار زیاتولو په موخه د اعتصاب ملاتړ اعلان کړی دی.

بل لور د اسرائیلي پلازمېنې ښاروال هم پر خواله رسنۍ ایکس اېکسټرنال یوه پیغام کې ویلي، تل ابیب ښاروالي به هم له اعتصاب کوونکو سره یو ځای شي.

په بیت المقدس کې مظاهره کوونکو له حکومته غوښتل چې د یرغمل کسانو خوشي کېدو لپاره د هوکړې په موخه مذاکرات وکړي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په بیت المقدس کې مظاهره کوونکو له حکومته غوښتل چې د یرغمل کسانو خوشي کېدو لپاره د هوکړې په موخه مذاکرات وکړي.

رون هولدای په خپل پیغام کې ویلي، اسرائیل حکومت هغه شپږ یرغمل کسان ''هېر'' کړي وو، چې اسرائیلي ځواکونو یې مړي د سویلې غزې په یوه تونل کې وموندل.

نوموړی وايي، ''اعتصاب له یرغمل کسانو او د دوی له کورنیو سره د یو موټیوالي یو سیمبول دی.''

هغه له خلکو غوښتي چې له سهاره تر غرمې پورې لارو، کوڅو ته ووځي.

دا مظاهرې له هغه وروسته شوې، چې اسرائیلي ځواکونو په غزه کې د هغو شپږ کسانو مړي وموندل، چې حماس یرغمل کړي وو.

نن یکشنبه د اسرائیل عامې روغتیا وزارت مسوولینو وویل، چې دا کسان ''له نژدې واټنه د ټوپک په ډزو'' وژل شوي دي.

د اسرائیل عامې روغتیا ویاندې شیرا سولومن په دې هکله وویل: ''د فورنزیک معایناتو له مخې یرغمل شوي کسان اټکلاً له دې معایناتو د ۴۸ او ۷۲ ساعتونو تر منځ وخت مخکې وژل شوي دي.''

په بیت المقدس کې مظاهره کوونکي د لومړي وزیر دفتر پر وړاندې له بیرغونو سره یو ځای شوي وو.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په بیت المقدس کې مظاهره کوونکي د لومړي وزیر دفتر پر وړاندې له بیرغونو سره یو ځای شوي وو.

په اسرائیل کې د بي بي سي خبریاله الیس کوډې په خپل رپوټ کې وايي، له بیت المقدس ښاره د پلازمېنې تل ابیب پر لور یو روان ریل ګاډی له هغو کسانو ډک و، چې په بیګانیو مظاهرو کې د ګډون لپاره هلته روان دي.

د بي بي سي خبریاله وايي، دې کې ډېری کسان داسې دي، چې د یرغمل کسانو راخوشي کولو غوښتنې شعارونه یې پر کمیسونو ټومبلي یا بېرغونه لېږدوي.

د یرغمل شویو کسانو د کورنیو غړو ټولنه وايي، په تل ابیب کې به له ځايي وخت سره سم ماښام اووه بجې ''پراخې مظاهرې'' پیل شي.

اسرائیل له هغه وروسته په غزه کې پوځي عملیات پیل کړل، چې حماس د اسرائیل پر سویلي برخه د تېر اکتوبر میاشتې پر ۷مه نېټه برید وکړل، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۱ یې د یرغمل په توګه له ځان سره یوړل.