د ټرمپ د غزې پلان یو مهم ګام دی خو له سختو خنډونو سره مخ دی

    • Author, ټام بټمن
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې په غزه کې د جګړې پای ته رسولو لپاره د هغه پلان ښايي د تاریخ له تر ټولو لویو پلانونو وي او کولی شي "منځني ختیځ ته تلپاتې سوله" راوړي.

دا ښایي مبالغه وي، خو د هغه ۲۰ ماده ییز وړاندیز شوی پلان بې له شکه یو مهم ډیپلوماټیک ګام دی، چې ټرمپ د دوشنبې پر ورځ په سپینه ماڼۍ کې له نتنیاهو سره تر لیدنې وروسته اعلان کړ.

دا پلان د غزې د راتلونکي په اړه د ټرمپ ادارې له پخواني دریځه د بدلون پر معنا دی او پر اسرائیلو یې ډېر فشار راوړی. یو داسې فشار چې واشنګټن سږ کال پر نتنیاهو د اوربند د هر ډول تړون منلو لپاره وړاندې نه و راوړی.

په راتلونکو اوونیو کې به دا وړاندیز شوی پلان پلی شي که نه، دا به په هغو بنسټیزو عواملو پورې اړه ولري چې تل مهم وو: د بېلګې په توګه، ایا نتنیاهو او د حماس مشران، دواړه اوس د جګړې دوام پر ځای د جګړې په پای ته رسولو کې ډېره ګټه ویني؟

پر دې وړاندیز شوي پلان د حماس غبرګون تر اوسه روښانه نه دی. د حماس یوه لوړ پوړي چارواکي پرې نهیلي څرګنده کړه او بي بي سي سره یې په خبرو کې اشاره ورکړه چې دا شرطونه د فلسطینیانو د ګټو ساتنه نه شي کولی. هغه دا هم وویل چې حماس به هیڅ داسې پلان ونه مني چې له غزې د اسرایئلو د بشپړ وتلو تضمین ونه کړي.

نتنیاهو چې د دوشنبې پر ورځ په سپینه ماڼۍ کې د امریکا د ولسمشر تر څنګ ولاړ و، وویل چې اسرائیلو د ټرمپ ۲۰ ماده ییز پلان منلی دی، له دې سره سره چې په اسرائیلو کې د هغه په ټلواله کې یوه ډېر ښي اړخي مشر لا دمخه د دغو ۲۰ مادو ځینې رد کړې دي.

خو یوازې د ټرمپ د وړاندیز شویو مادو منل د جګړې پای ته رسولو په معنا نه دي. که څه هم نتنیاهو دا تور ردوي، خو په اسرائیلو کې د هغه مخالفین وايي چې که دا تړون په اسرائیلو کې د نتنیاهو سیاسي بقا له خطر سره مخ کړي، نو هغه د دې وړتیا لري چې له تړونه ځان وباسي.

له همدې امله، دا وړاندیز شوی پلان په ښکاره توګه د ټرمپ لخوا غوښتل شوې پرمختګ لپاره کافي نه دی. په دې پلان کې لا هم د اسرائیلو او حماس دواړو سیاسي کړیو لپاره مهم خنډونه شته چې بالاخره یې د کوم تړون لاسلیکولو مخه نیولی شي.

په دې پلان کې له لویه سره داسې ابهام او ګونګتیا شته چې هر لوری یې د ټول بهیر د سبوتاژ کولو لپاره کارولی شي او د دې ناکامۍ پړه پر بل لوري اچولی شي. که داسې وشي، نو دا روښانه ده چې د ټرمپ اداره به د اسرائیلو ملاتړ وکړي.

ټرمپ دا نتنیاهو ته روښانه کړه او د دوشنبې پر ورځ یې ورته وویل چې که حماس پر دې وړاندیز شوي پلان سلا نه شي، نو اسرائیلوبه د حماس د لمنځه وړلو لپاره "چې هر څه کوي، د امریکا بشپړ ملاتړ به ورسره وي."

که څه هم ټرمپ دا د یوې معاملې په توګه وړاندې کړی، خو په حقیقت کې دا د نورو خبرو اترو لپاره یو چوکاټ دی یا لکه څه ډول چې هغه په یو وخت کې وویل، د "اصولو" لارښود دی. دا له هغه ډول تفصیلي پلان ډېر لرې دی چې په غزه کې د جګړې پای ته رسولو لپاره ورته اړتیا ده.

ټرمپ یو "ټول شموله" سوله ایزه هوکړه غواړي، خو د دې لپاره د یرغمل شویو د خوشي کولو په اړه ځانګړي جزئیات، د خوشي کېدونکو فلسطیني بندیانو پېژندګلوي، او له جګړې وروسته د غزې د واکمنۍ لپاره ځانګړي شرایطو په څېر د ډېرو نورو چارو تر څنګ د اسرائیلي ځواکونو د وتلو جزئیاتو د چمتو کولو لپاره ډېر کار ته اړتیا ده.

د دې ټولو په اړه د ټرمپ په ۲۰ ماده ییز پلان کې په تفصیل سره خبرې نه دي روښانه شوي، او دا ټول د سولې تړون د هڅو پڅېدو او ناکامۍ شونتیاوې رامخې ته کوي.

دا مسوده د ټرمپ د استازي سټیو وټکوف او د هغه زوم جیریډ کوشنر لخوا د اسرائیلو، اروپایي او عربو هېوادونو په ګډون له قطر او مصر سره تر مشورې وروسته چمتو شوې ده. په دې کې د جګړې ودرولو، د اسرائیلي ځواکونو محدود وتلو تر څنګ له حماسه غوښتل شوي چې پاتې ټول یرغمل شوي کسان خوشي کړي او له هغې وروسته د اسرائیلو په زندانونو کې سلګونه فلسطیني بندیان خوشي شي.

تر هغې وروسته په غزه کې د ورځنیو چارو د پرمخ وړلو لپاره د یوې سیمه ییزې، ټیکنوکراټیکې ادارې رامنځته کولو طرحه وړاندې شوې، چې د "د سولې بورډ" به یې څارنه کوي او له مصره به خپل کار پرمخ وړي.

د حماس پاتې غړي چې "د سوله ییز ګډ ژوند او وسلې پر ځمکه اېښودو" ژمنه وکړي، عمومي بښنه به ورته کېدلی شي او هغه کسان چې داسې ونه کړي، و به شړل شي. د امریکا او عربي هېوادونو لخوا جوړ شوی یو نړیوال "ثبات" ځواک به د غزې امنیت سمبالوي او د فلسطینيو وسله والو ډلو د بې وسلې کولو بهیر به ډاډمنوي.

په مسوده کې د فلسطیني دولت یادونه شوې، خو یوازې په مبهمه اصطلاحاتو کې خبره نغښتل شوې. دا پلان ښیي چې که په رام الله کې میشته فلسطیني اداره کې سمونونه راوستل شي، نو "په پای کې د فلسطیني خپلواکۍ او دولت لپاره یوې پیاوړې لارې ته شرایط چمتو کیدلی شي."

عربي هېوادونه د ټرمپ وړاندیزونه د ځان لپاره یو مهم پرمختګ بولي. تر یوه بریده یې لامل دا دی چې دوی د امریکا د ولسمشر له لوري په فبرورۍ کې وړاندیز شوی د غزې "بیاکتنې" پلان رد کړی و، چې پایله یې د فلسطینیانو جبري بې ځایه کېدل وو.

په دې مادو کې د عربي هېوادونو لپاره لږ تر لږه د فلسطیني دولت یادونه شوې، که څه هم په دې اړه کومه پخه ژمنه نه شته.

د امریکا په پلان کې ویل شوي چې " اسرائیل به غزه نه نیسي او نه به یې ورسره یوځای کوي که څه هم د نیول شوې لوېدیځې غاړې لپاره داسې هېڅ ژمنه نشته. دا د عربي هېوادونو لپاره یو مهم شرط دی، که څه هم د پلان یوه بله ماده له دې سره په ټکر کې ده، چې ویل شوي: اسرائیل به بیا هم د غزې په "امنیتي حدودو" کې خپل پوځ ځای پر ځای کوي.

د اسرائیلو له لوري، نتنیاهو وايي چې دا ټول چوکاټ د جګړې پای ته رسولو لپاره د هغه له اهدافو سره سمون لري، کوم چې د حماس بې وسلې کول، د غزې له پوځي حالته وتل او د هیڅ فلسطیني دولت نه رامنځته کول دي.

خو تر اوسه دا روښانه نه ده چې آیا د بې وسلې کولو او فلسطیني دولت شرطونه به د هغه د حکومت د ځینو برخو لخوا ومنل شي او که نه، او ایا هغه به دا فشار د نورو شرایطو د شاملولو یا "ښه کولو" لپاره وکاروي.

اوس ډېر څه د حماس پر غبرګون پورې تړلي دي.

لکه چې زموږهمکار رشدي ابو علوف ( د بي بي سي غزې خبریال) لیکلي وو، دا یوه بله داسې شیبه کیدلی شي چې یو "هو" او یوه "خو" پکې وي، په دې معنا چې حماس به وړاندیزونه ومني خو په ورته وخت کې به د نورو وضاحتونو غوښتنه هم وکړي. نو سپینه ماڼۍ د دې تړون په اړه له داسې مسلکي خطر سره مخ ده لکه چې د جګړې پای ته رسولو لپاره د پخوانیو "چوکاټونو" او "اصولو" لیکوالان ورسره مخ وو.

نن ورځ یوه بله مهمه خبره دا وه چې له ګډې اعلامیې څو شیبې مخکې، ټرمپ نتنیاهو اړه کړ چې له قطره بخښنه وغواړي.

عربي هېوادونو د همدې میاشتې په پیل کې په دوحه کې د حماس مشرانو په نښه کولو هوایي برید په اړه له اسرائیلو د بخښنې غوښتنه کړې وه. دا پدې معنا ده چې قطر اوس کولی شي د اسرائیلو او حماس ترمنځ د منځګړي په توګه بیرته راشي.

د ټرمپ او نتنیاهو له لیدنې څو ساعته مخکې، د غزې په ښار کې د اسراییلو توپچي بریدونو او هوایي بریدونو زور واخیست. د اسراییلو پراخ برید پر حماس د فشار لپاره د دې هېواد د جوړ شوي پلان برخه ده، خو د ملکي وګړو لپاره یې نورې تباهۍ رادبره کړي دي.

د نړۍ ډېرو نورو هېوادونو د اسرائیلو اقدامات غندلي دي. دې حال کې، په غزه کې د حماس مشر قوماندان، عز الدین الحداد په وینا، دوی د یوې "وروستۍ او پرېکنده جګړې" لپاره چمتووالی نیسي چې شاوخوا پنځه زره جنګیالي به پکې برخه واخلي.

د فرانسې او سعودي عربستان په مشرۍ اروپایي او عربي هېوادونو د اوړي موسم د ډیپلوماټیکې لارې بیا رغولو په هڅه کې تېر کړ. دې کار د اسرائیلو د نړیوال ګوښیتوب احساس زیات کړی او نتنیاهو لا هم په غزه کې د ادعا شویو جنګي جرمونو له امله د نړیوالې جنایي محکمې (ICC) لخوا د نیولو د نړیوال حکم لاندې مطلوب دی.

د اروپایي هېوادونو په نظر، دا شخړه له کابو وتلې وه او دوی فکر کاوه چې دوی کولی شي د دوه دولتي حل لپاره له منځلارو غوښتنه وکړي. که څه هم دا نظر په څرګنده نه دی ویل شوی، خو دوی د ټرمپ د غزې لپاره پر یو منځلاري وړاندیز هوکړه کول یو مهم ګام بللی دی.

د امریکا له دې چوکاټه تمه کیږي چې د خبرو اترو لوري ته خوځښت ورکړي. خو بیا به هم ښایي څو اوونۍ یا له دې ډېر وخت سخت کار ته اړتیا ولري چې هغه څه ته نږدې شي چې ټرمپ یې د وړاندې کولو ادعا کوي" د جګړې بشپړ پای ته رسول."