ماشومان څنګه وهڅوو چې په خپل وخت د کور خواړه وخوري؟

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

ماشومانو مو په کورونو کې خواړه په خپل وخت خوري؟ د خوړو پر سر خو به جنجال نه کوي؟

داسې ماشومان لرئ چې د کور خواړه دومره نه خوري؟ نو دلته یې ولولئ چې څنګه خپل ماشومانو د کور خوړو ته هڅولی شئ.

د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د اوړي د رخصتیو پیل دی او ښايي ستاسو په سیمه کې هم د ښوونځیو رخصتي وي او ماشومانو په کور کې وي.

بي بي سي له یو شمېر کورنیو سره خبرې کړې دي او هغوی یې پوښتلي چې د خوراک په وخت کې څنګه خپل ماشومان وهڅوي چې سره راټول شي او په خپل وخت خواړه وخوري.

خپل ماشوم د سبزیو خوړلو ته وهڅوئ، نوې لاره پیدا کړئ

ناتالیا، چې د لندن په سوېل لوېدیځ کې اوسېږي او د څلورو ماشومانو مور ده، خپلو ماشومانو ته د بېلابېلو سبزیجاتو متنوع خواړه او پکوړې جوړوي.

د دې په خبره، اړینه دا ده چې هر وخت له بېلابېلو سبزیو رنګارنګ خواړه تیار شي او ماشومان وهڅول شي چې هغه وخوري.

هغه وایي:

"هغوی شنه لوبیا (فاصلیه) خوښوي، خو یوازې یې نه خوري، نو موږ یې لږ په کوچو کې سره کوو او بیا یې د ډوډۍ میده شویو زړو باندې ککړو. همدا کار له ګلپي او ډېرو نورو سبزیجاتو سره هم کوو".

ښوونکی کیرون فشر، چې د برکشایر په نیوبري کې اوسېږي، سبزیجات د خپلو شپږ کلنو غبرګو ماشومانو، کیټ او اولي، په هغو خوړو کې ورګډوي، چې د هغوی خوښېږي، لکه قورمه، اش یا مکروني کې

هغه وایي:

"دا کار مرسته کوي، چې ماشومان ډېر ترکاري وخوري، پرته له دې، چې د خوړو پر سر شخړه رامنځته شي."

ایما رابینز، چې د ریډینګ اوسېدونکې ده، وایي، چې د هغې د درې کلن زوی الفریډ لپاره په مکروني کې ورګډ شوی بروکلي (شنه ګلپي) د خوښې وړ خوراک دی.

هغه همدارنګه د نورو سبزیجات سپارښتنه کوي، چې په مکروني او اشو کې ګډ شي.

دا هم وړاندیز کوي، چې کورني برګرونه له سبزیجاتو سره جوړ شي.

په رخصتیو کې د منظم ورځني مهالویش نشتوالی بې نظمي رامنځته کولای شي، نو کیرون وړاندیز کوي، چې د انځوریزو تختو څخه کار واخیستل شي؛ په یوه کې دې هغه صحي سپک خوراک وښودل شي، چې ماشوم به یې اوس خوري، او په بل کې دې هغه فعالیت وښودل شي چې وروسته به یې ترسره کوي.

یعنې په ډېرو بېلابېلو لارو باید ماشومان وهڅول شي چې د کور خواړه وخوري.

دا وایي، که ماشوم سبزي یا مېوه خوري نو وروسته یې ښه تشویق کړئ او یو څه بیا ورکړئ چې دی یا دا پرې خوشحالېږي.

ماشومان دېته مه مجبوروئ چې په بشقاب کې ټول خواړه وخوري

د لندن اوسېدونکې ډون وایي:

"که دوی وږي وي، نو خواړه به وخوري. زه هغوی نه اړ کوم، ځکه فکر کوم، چې دا کار کېدای شي پر هغوی فشار زیات کړي."

د دې په خبره دوه کلنه لور، کورا، پخوا "تر ټولو ښه خوړونکې" وه، خو کله چې یې په وړکتون کې نور ماشومان ولیدل، چې ځینې خوراکونو ته یې زړه نه ښه کاوه، هغې هم همدا چلند خپل کړ.

هغه وایي:

"زه هڅه کوم، چې له دې موضوع څخه لویه مسئله جوړه نه کړم. که څه هم هغوی یې نه خوري، زه بیا هم تل بروکلي په بشقاب کې ږدم، چې یې وویني او ورسره بلد شي."

ایما وړاندیز کوي، چې ماشومانو ته دې ډېر انتخابونه ورکړل شي، چې هغوی احساس وکړي، چې خپله پرېکړه کوي.

هغه وایي، چې د الفریډ د غرمې د ډوډۍ په بکس کې تل دوه یا درې صحي شیان ورزیاتوي.

همدارنګه وایي، چې کله ماشومان کوم خوراک سره لېوالتیا ښيي، باید وستایل شي:

"که یوه ورځ دوی ووایي، چې ګازرې غواړي، نو ژر ګازرې راوړئ او کله چې یې وخوري، په ډېره خوښۍ یې وستایئ."

تر هغه وخته خواړه ورته وړاندې کړئ چې دوی یې یو ځل وازمایي

څېړنې ښيي، چې ماشومانو ته کېدای شي تر ۱۵ ځلو د هڅې اړتیا وي، چې له نوي خوراک سره مینه پیدا کړي.

یوه مور، چې د لندن په سوېل لوېدیځ کې د بارنز لومړني ښوونځي مخې ته وه، وایي:

"هڅه روانه وساتئ. هماغه خواړه بیا بیا وړاندې کړئ، هغوی به یې واخلي او وبه یې خوري، زموږ په کور کې هڅه دا ده، چې هر څوک هر څه وازمایي، ان که ډېره کوچنۍ اندازه هم وي. "

بل مور او پلار وایي، چې کله ناکله د یوه ځانګړي خوراک رنګ یا جوړښت د دې لامل کېږي، چې ماشومان یې ونه غواړي، تر هغې چې یې خپله وازمایي.

د نویو خوړو نه خوړل یا د هغو خوړو ردول، چې مخکې به یې خوښول، غیرعادي خبره نه ده.

د برېتانیا د روغتیا ملي اداره (NHS) وایي، چې له نیمایي څخه ډېر ماشومان به د ژوند په یوه پړاو کې تر ډېره د کور خوړو ته دومره لیوالتیا و نه ښيي او یا یو شی به خوری او بل څه به نه خوري.

په ځانګړې توګه سبزیجات د کوچنیانو د ذایقې لپاره کېدای شي لږ تریخ خوند ولري.

ډېری دا عادتونه د وخت په تېرېدو سره ښه کېږي.

خو که ماشومان مو د ځینو خوړو له خوړلو ډډه پیل کړي او په ناسالم ډول د خوړو اندازه محدوده کړي، نو د طبي مشورې اخیستل غوره دي.

خواړه د کورنۍ ګډه موضوع وګرځوئ او د خوړو اندازه سمه وټاکئ

ډون وایي:"زه تل له خپلو نجونو سره یو ځای خواړه خورم او هماغه څه خورم چې هغوی یې خوري."

هغه وایي، چې د هغې دوه ماشومان نسبتا د خوړو په انتخاب کې کله نا کله بحثونه کوي یا یو ډول خواړه خوري او بل څه نه خوري.

د برېتانیا د تغذیې بنسټ (British Nutrition Foundation) هم په دې باور دی، چې خواړه باید د کورنۍ ګډه موضوع وي؛ چې ماشومان وکولای شي د خپلو والدینو له کړنو څخه زده کړه وکړي.

کله چې ماشومان لږ لوی شي، هغوی کولای شي د خوړو په چمتو کولو کې هم مرسته وکړي.

ایما کله وارې ماشومان بازار ته وړي، د مېوو په خوښولو کې هغوی ته حق ورکوي او وروسته په باغ یا د کور په حویلۍ کې خوندورې میلې جوړوي.

خو کیرون وایي، تر هر څه مخکې باید د خوړو د اندازې په اړه فکر وشي.

هغه وایي:"زه ډاډ ترلاسه کوم چې د دوی بشقابونه ډېر له خوړو ډک یا له اندازې زیات نه وي، ځکه په یو ځل ډېر خواړه کېښودل کېدای شي ماشومانو ته دروند او ستړی کوونکی احساس ورکړي."

له صحي خوړو سره یو ځای سپک خوراکونه وړاندې کړئ

ډون وایي: "زه هڅه کوم چې ډېر زیات سپک خوراکونه ورنه کړم، ځکه بیا د ماښام ډوډۍ پر وخت ډېر وږي نه وي. "

ناتالیا خپلو ماشومانو ته صحي کوچني خوراکونه، لکه ټوټې شوي مرچک(دولمه) او مڼې، تیار ږدي، چې ماشومان یې په خپله خوښه وخوري.

کیرون وایي، په بشپړه توګه یې مه منع کوئ؛ یوازې هڅه وکړئ چې سپک خوراکونه له نورو صحي انتخابونو، لکه توتانو او نورو مېوو، سره یو ځای وړاندې کړئ.

هغه وایي:"د اوړي رخصتۍ شپږ اوونۍ اوږدې وي، نو مهمه دا ده چې د دوی د خوړو عمومي توازن ته پام وشي، نه دا چې هره ورځ د بشپړتیا هڅه وشي."