سراج‌الدین حقاني: د ټي‌ټي‌پي‌ مسله د پاکستان کورنۍ ستونزه ده، که غواړي حل کولی یې شي

د خپرېدو وخت

د طالبانو حکومت کورنیو چارو وزارت سرپرست ویلي، که پاکستان وغواړي له افغانستان سره د زور له لارې مسئلې حل کړي، د دواړو هېوادونو ترمنځ به ګډولو یا مشترکاتو ته "حتمن" زیان اوړي.

سراج الدین حقاني ارزګان ته د سفر پر مهال ویلي، د پاکستان ستونزه له دوی سره نه، بلکې کورنۍ موضوع ده او دا چې پاکستان يې باید پخپله د حل لپاره ګامونه واخلي.

د یادونې ده چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ اړیکې په دې وروستیو کې د دواړو لورو د ناندریزو څرګندونو تر سیوري لاندې دي.

پاکستان بیا بیا تور لګولی چې په دغه هېواد کې د ناامنۍ عوامل په افغانستان کې دي.

خو د طالبانو حکومت چارواکي بیا دا تشه ادعا او بې بنسټه تور بولي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د سرپرست دغه تازه څرګندونې ښيي چې د اړیکو د لا ترينګلي کېدو شونتیا شته دی.

سراج الدین حقاني ارزګان ولایت ته د خپل سفر پر مهال ویلي چې پاکستان له دوی سره ستونزه نلري او دا چې ګوندې ستونزې یې کورنۍ مسئله ده.‌

هغه دا ټینګار هم کړی چې که پاکستان وغواړي د زور خبره وکړي نو دواړه ملتونه به زیانمن شي.

کابو میاشت وړاندې د پاکستان د دفاع وزیر په روښانه ټکو تور لګولی و چې "هغه ترهګر چې د پاکستانیانو وینې یې تویې کړې دي، د افغانستان په خاوره کې دي".

تر هغه وړاندې ګڼو نورو پاکستاني چارواکو هم بیا بیا په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د شتوالي ادعا کړې وه.‌

سراج الدین حقاني ویلي، دوی له پاکستان سره د پاکستاني طالبانو د موضوع په حل کې وروستي پړاو ته نږدې شوي وو، خو نوموړي په پاکستان کې وروستي بدلونونه او د ملکي او پوځي چارواکو بدلېدل د دې لامل وبلل چې دا ستونزه له حل کېدو پاتې شي.

د یادونې ده چې په تېر ۲۰۲۲ کال افغانستان کې د طالبانو حکومت په منځګړتوب په کابل کې، د پاکستاني طالبانو او د پاکستان د پوځ او استخباراتو د استازو ترمنځ څو پړاوه مخامخ خبرې اترې وشوې.

هغه مهال بي‌بي‌‌سي‌ ته ویل شوي‌ وو چې دواړه خواوو هڅه کوله چې خپلمنځي جوړجاړي ته ورسېږي، خو د پاکستاني پوځ استازي پر دې باور وو چې د ټي‌ټي‌پي ځینې غوښتنې د منلو نه وې.

د طالبانو حکومت په منځګړتوب د دواړو لوریو ترمنځ‌ پاکستان کې څو میاشتې اوربند هم وشو،‌ خو دغه اوربند وروسته بېرته مات شو.

د روان زېږديز کال په سر کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي وو چې د ملي امنیت په غونډه کې سیاسي او پوځي مشرانو پرېکړه کړې چې له "ترهګرو" ډلو سره به هېڅ راز خبرې او مذاکرات نه کېږي او پر ضد به یې د "نه زغملو" تګلاره غوره کېږي.

ګڼ شنونکي پر دې باور دي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا د پاکستاني طالبانو تحریک او پاکستان حکومت ترمنځ د مذاکراتو منځګړیتوب او کوربتوب اسلام اباد ته په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي د حضور پلمه په لاس ورکړې ده.