بېلاسونو پښې یبلې هوډمنه نجلۍ موسیقي غږوي، پر ماغزو واکمني کوي

- Author, یو ایل مبروک
- دنده, بي بي سي تامیل لپاره
- د خپرېدو وخت
اورېدلي مې وو چې مینه انسان هر حد او پولې ته رسوي. دا پر ځان د بروسې او باور په اړه هم ده.
سپیتکا بې لاسو دې نړۍ ته راغلې ده، خو په پښو موسیقي غږوي. د هغې کیسه دا په ډاګه کوي چې پر ځان باور انسان هر څیز ته رسولی شي.
سپتیکا شريلنکا کې بې لاسو زیږېدلې ده. دا په همدې حالت کې د موسیقي الې غږوي او دا کار پخپلو پښو کوي.
کله چې سپتیکا دې نړۍ ته راغله، یوه چا یې مور او پلار ته په ډاګه وویل چې: "تاسو له له دې سره څه کوئ، هغه د یتیمانو پالنځي ته یوسئ؟".
نانا (نیکه) ما ته په پښو د موسیقۍ غږول راوښودل

سپتیکا د شريلنکا شمال واونیا ولایت کې د ساتیا سلین او جودي په کورنۍ کې زیږېدلې ده.
د هغې ښۍ پښه یوازې درې او کېښڼه پښه یې څلور ګوتې لري. دې د دغو نیمګړو غړو سربېره بیا هم پر ځان باور نه دی بایللی او په جدي توګه د یوې سندرغاړې کېدو په هڅه کې ده.
د سپتیکا مور جودي وايي: "ګڼو خلکو ویل چې دا نه شې لویولی. هغه چې لویه شي سرخوږی به درته جوړ کړي. نجلۍ چې لویه شوه پر لاره تلل یې پیل کړل، خو د تللو توان یې نه درلود. بیا یې په څلور کلنۍ کې پلی تګ پیل کړ".
سپتیکا اوس لویه شوې او شل کلنه ده. هغه له دې هېڅ وېره نه لري چې ګنې لاسونه نه لري. دا له پښو هم د لاسونو ګټه اخلي.
سپتیکا ټول کارونه په پښو کوي. په پښو لیکي. په پښو رسامي کوي او په پښو خپل سر موښي. په پښو اوبه را اخلي او څښي او په پښو خپل ځان سینګاروي. تر ټولو مهمه دا چې په خپلو پښو موسیقي غږوي.
دغه پېغله له موسیقۍ سره د خپلې مینې په اړه وايي: "په پیل کې مې د لیکدړې (کیبورډ) زدکول پیل کړل. خو پر تلوېزیون مې د موسیقۍ پروګرامونو لیدو ورته لېواله شوم. همدا وو چې بیا مې موسیقۍ زدکولو ته مخه کړه".

کله چې سپتیکا کوچنۍ وه، د مور له اړخه یې نیکه منوکرن هغې ته دا وښودل چې پخپلو پښو څنګه (اوګان) وغږوي. منوکران له همدې ځایه خپلې لمسۍ ته زدکړه پیل کړه، خو هغه وايي چې د دې د زکړې ځواک حیران کړ.
منوکرن وايي: "زما له ۱۵ کلنۍ له موسیقي سره مینه وه. مخکې مې له سپتیکا غوښتي وو چې کیبورډ راوښيي. د هغې ګوتې مې ونیولې او د موسیقۍ کیبورډ زدکول مې وروښودل. یوازې دوه-درې ځله مې وروښودل، بیا یې زما تر لاس خپله پښه راتاو کړه او په خپلو ګوتو یې موسیقي غږوله.
اوس سپتیکا د موسیقۍ پر یوه اله فلمي او عیسوي سندرې غږوي. پر دې سربېره، هغې خپلې سندرې هم جوړې کړې دي. سپتیکا خپلې ډېرې سندرې لري، هم یې بللې او جوړې کړې دي.
سپتیکا پر خپل ځان د باور او د کورنۍ په مهربانۍ او ملاتړ رالویه شوې ده. د هغې پلار ستیه سیلن، مور یې جودي، مشره خور یې جیني، کشره خور یې سمشیکا او نیکه یې منوکران تل له هغې سره مرستې ته چمتو دي.
سپتیکا د موسیقي غږوونکې کېدو هیله لري چې د خپلې موسیقۍ له لارې مشهوره شي. دا په همدې برخه کې کار کوي.
دا وايي، څلور سندرې یې د خپلو دوستانو، پلار، وطن او هغو خلکو لپاره جوړې کړې دي چې ژوند یې له مبارزې ډک دی.
"سپتیکا هغه ملِکه ده چې پر ماغزو واکمني کوي"

د سپتیکا پلار سیلن تل خپله لور هڅوي. دی وايي 'ولوله او هر څه دې چې زړه غواړي هغه وکړه'.
دی د واونیا یوه هوټل کې کار کوي. د سپتیکا لپاره یې پلار د وزرو په توګه دي. نو سپتیکا له ډېرو پولو اوښتی شي.
کله چې ساتیا په دې اړه له موږ سره وغږېده، وویل: "موږ ځینو ډاکټرانو ته سپتیکا بوتله او دوی ته مو وښودله." یوه ډاکټر یو ځل وویل: "دا ماشومه هر څه په طبیعي ډول کوي".
"هغه ما ته سپارښتنه وکړه که خوځښت او حرکتونه یې وڅارو او ملا یې وتړو، نو موږ یې لا پرمختګ ته هڅولی شو".
ده وویل، سپتیکا له پنځه کلنۍ د موسیقۍ غږول پیل کړل. ساتیا سیلن وویل، که څه هم پیل کې اندېښمن و، خو اوس خوشحاله دی.
سپتیکا د ښوونځي درسونو کې عالي وه او په موسیقۍ کې د وړتیاوو او نقاشۍ مهارتونو له برکته یې ډېرې جایزې ګټلې دي.
د سپتیکا پلار وايي: "زما لور له فطرتي اړخه د نورو ماشومانو پرتله ډېره کامله ده".
دا او کورنۍ یې اوس پوره ډاډمن دي سپتیکا چې په پښو هر کار کوي، د سرونو (ماغزو) ملکه ده.





















