د ثور ۷مه؛ کومې او څنګه تېروتنې وشوې؟

د ثور ۷مه؛ کومې او څنګه تېروتنې وشوې؟
د خپرېدو وخت

د ثور د اومې له کودتا ۴۶ کاله تېر شول. سمبالګر یې وايي موخه یې د افغانستان سوکالي وه. خو تېروتنې چېرې وشوې او ولې دا بدلون د سوکالۍ پر ځای بربادي راوړه؟ زدکړې ترې وشوې او که هماغه تېروتنې بیا د افغانستان په سیاسي ډګر کې تکرارېږي؟

د بي بي سي په دې ځانګړې خپرونه کې ورته کتنه شوې.

زموږ همکار یما بارز د پخواني خلق ډېموکراتیک ګوند د مرکزي کوميټې د تبلیغاتو له مسوول عبدالله سپنګر سره خبرې کړې.