یوه کمسارې فضايي پېښه چې اټکل کېږي په دې دوبي کې به رامنځ ته شي

د خپرېدو وخت

د ناسا ستورپوهان وايي، په دې دوبي کې به یو ستوری چې درې زره نوري کاله لېرې دی په یوې کمسارې پېښه کې وچوي.

اټکل دی چې د کورونا بوریلېس ستوری (شمالي ټي تاج) چې د بلیز په نوم هم یادېږي، په دې دوبي کې وچوي، او روښنايي به یې دومره پراخه وي چې ان له ځمکې به هم ولیدل شي.

دا ډول فضایی پېښې د نوا په نوم یادېږی.

د ناسا یو کارپوه ډاکټر ربیکا هاوسل وايي: "د سیارې دا ډول منظرې لیدل خورا په زړه پوري دي او داسې ښکاري لکه چې موږ د سینما په لومړي کتار کې ناست یو."

څه شی د نوا چاودنې لامل کېږي؟

دا چاودنه به د کورونا بوریلېس ستوري په دوه ګوني مدار کې رامنځ ته شي.

دا هغه وخت پېښېږي کله چې دوه ستوري د یو بل په مدار کې وڅرخي. په دې حالت کې دوه ستوري چې یو سپین او بل یې سور دی د ټي کورونا بوریلېس مجموعې ته ننوځي او دا حیرانونکی حالت دی.

دا ستوری د ځمکې له اندازې سره برابر دی، خو څنډې یې پراخې او لمر ته ورته دي.

دا پدې مانا ده چې دا ستوری د خورا پیاوړې جاذبې ځواک لري.

په پایله کې یې د ټي کورونا بوریلېس ستوری له سره رنګه لوی ستوري څخه هایدروجن ګاز راوباسي او خپلې خوا ته یې کشوي.

هرڅومره یې چې پر سطح هایدروجن راټولېږي ورسره یې د تودوخې او فشار کچه هم لوړېږي او په پایله کې د چاودنې لامل کېږي.

د ناسا په ګوډارډ فضايي مرکز کې ساینس پوه او څېړونکی ډاکټر هینسل وايي: "دا یوه له هغو پېښو ده چې په ژوند کې یو ځل رامنځ ته کېږي او ښايي د راتلونکو ستورپوهانو لپاره ډېر څه رامنځته کړي."

هغه زیاتوي: "دا پېښه به د ځوانانو او ماشومانو لپاره یو فرصت وي چې د ځان لپاره په کائناتو کې د یوې پېښې شاهدان وي.په خپلو ذهنونو کې پوښتنې راټولې کړي او خپل معلومات زیات کړي."