"که زه هم ډوبه شوې وای، لور مې هېڅکله نه وای زېږېدلې"

    • Author, فواد مسیحا
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د ۱۴۰۲ هجري شمسي کال وروستۍ ورځې وې، چې د لونا مور او‌ پلار بادي کښتۍ ته پورته شول، چې د شپې په تیاره کې ځان د ترکیې له ساحلي ګارد په پټه ځان یونان ته ورسوي.

دوی درې میاشتې مخکې، اروپا ته د رسېدو په هیله له ایرانه ترکیې ته راغلي وو.

د لونا پلار او مور په هغه شپه خپل مقصد ته و نه رسېدل.

له روانېدو یې یو ساعت لا نه و وتلی، چې کښتۍ سورۍ شوه او ټوله سپرلۍ یې اوبو کې غرکه شوه.

د ترکیې د ساحلي ګارد د مالوماتو له مخې، د کښتۍ د عملې د ۲۴ کسانو مړي موندل شوي وو.

"مېړه مې غرک نه شو، وېرې او یخنۍ مړ کړ"

فاطمه غفاري د اتو میاشتو میندواره وه. هغه وايي د پېښې شپه ډېره اوږده او سړه وه، شړکنده باران ورېده.

"تمه وه چې مونږ یوه شپه مخکې روان شوي وای، خو کښتۍ کې څه ستونزه وه. په هغه ش‍په هم د کښتۍ ستونزه نه وه حل شوې، خو پرلپسې څو ورځې په ځنګل کې پاتې شوي وو نه اوبه راپاتې وې او نه خواړه، له روانېدو پرته مو بله لار نه لرله."

خو کښتۍ سورۍ شوه او ډوبه شوه.

قاچاقبر له روانېدو مخکې ټولې عملې ته ویلي، و چې د خوندیتوب جامې وانغوندي، ښايي رنګ یې د ساحلي ګارد پام ځان ته راواړوي.

"ټول اوبو ته ولوېدو. زه مې په مېړه پورې کلکه نښتې وم او له یوه بله نه بېلېدو. تر یو وخته مو د نورو خلکو نارې او فریادونه اورېدل خو توپان دومره چټک و، چې ډېر ژر یې د هغوی غږونه ځان سره یوړل. څو شېبې مې سترګې پټې کړې او ومې منله چې مړه کېږم. خو د هغه ماشوم لپاره چې په خېټه کې مې و خپله ټوله وسه مې وکړه چې لامبو وکړم. مېړه مې په لوړ غږ دعا کوله او ماته یې ویل چې حق دې راوبښه."

فاطمه وايي، لږ تر لږه لس ساعته‌ په اوبو کې لالهانده وو. تر هغې چې سهار مهال چې خړه ولګېده د ساحل تیږې یې ولیدلې.

"مېړه مې په ما پورې نښتې و. په ډېرې سختۍ مې د ساحل تیږو ته ځان ورساوه او مېړه مې هم وچې ته راکاږه، خو ومې لیدل چې مړ شوی و. ډوب شوی نه و له وېرې او یخنۍ یې زړه درېدلی و. په مخ مې واهه او ورته ویل مې خدای ته وګوره ويښ شه، خو هغه مړ شوی و. څپه راغله او زه یې اخوا ګوزار کړم، نوره په ځان نه وم په شوې.

"په خپلو سترګو مې لیدل چې نور خلک ډوبېدل"

مهتاب یوسفي او کوژدن یې میلاد کریمي په تمه و، چې اروپا ته له رسېدو سره به هلته واده وکړي.

مهتاب خپلې مور او ورور سره پنځه کاله مخکې له ایرانه ترکیې ته تللي وو او استنبول کې یې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره کې د پناه غوښتنه کړې وه.

خو کله چې له ترکیې د کډوالو ایستل او نیول ډېر شول، مهتاب او کورنۍ یې مجبوره شوه چې اروپا ته واوړي.

"زمونږ د قاچاقي تګ هیڅ اراده نه لرله. پنځه کاله مو انتظار کړی و او نور هم په تمه پاتې کېدای شوو. خو کله به مو چې له ترکیې د کډالو د ایستلو خبرونه ا ورېدل له یوې ورځې بلې ته به مو اندېښنه ډېرېده. که ایستلي یې وای نه مو کوم ځای درلود چې لاړ شو او نه څوک و چې مرسته راسره وکړي. مجبوره شوو چې قاچاقي لار غوره کړو."

مهتاب هم د کښتۍ د رانېدو لامل د اوبو او خوړو خلاصېدل یادوي.

هغه وايي، سره له دې چې پوهېدل چې کښتۍ ستونزه لري، خو هیچا په هغه شپه د کښتۍ روانېدو سره مخالفت و نه کړ، ځکه چې فکر یې کاوه په ځنګل کې پاتې کېدل، لوږه او سړه هوا به له ډوبېدو بدتر حالت وي چې ورسره مخ کېږي.

د کښتۍ له سورۍ کېدو وروسته مهتاب، کوژدن یې، مور او ورور یې هڅه کوله د یوه بل لاسونه ونیسي چې هره پېښه کېږي د یو بل تر څنګ به وي.

"کوژدن مې، مور او ورور مې زما تر څنګ و، تر سهاره یو بل سره وو خو د څپو شدت، یخنۍ او ستړیا له یوه بله بېل کړو. ما خپله کورنۍ د څپو په منځ کې ورکه کړه. له هغې وروسته مې څه نه دي په یاد، یوازینی شی چې مې په یاد دي دا دي چې خلک مې په خپلو سترګو لیدل چې غرکېږي."

"ټولو مونږ ته دروغ ویل"

ترکیه ډېرو افغانانو او ایرانیانو لپاره اروپا ته د رسېدو اصلي لاره ده.

خو وروستیو کلونو کې له دې لارې اروپا ته د قاچاقي اوښتو وروسته دغه هېواد کې د کډوالو پر وړاندې اقدامات جدي او تاوتریخجن شول.

د ترکیې ساحلي ګارد فاطمه، فائزه، مهتاب او یوه بله ښځه چې د کښتې د ډوبېدو له پېښې ژوندي پاتې شوي و ښار کې یوې نظامي کمپ ته بوتلل.

د یادو ښځو په وینا دا هغه کمپ و، چې د ناقانونه نارینه کډوالو لپاره جوړ شوی و او هیڅ بله ښځه پکې نه وه.

فاطمه وايي، دوه اوونۍ د دغه کمپ په یوه وړه خونه کې پاتې شوي وو.

"اجازه یې نه راکوله چې له هغه کوچنۍ خونې بهر ووځو. یوازې راتلل به او د قاچاقبرانو، صرافانو چې کډولو ته به یې پیسې را استولې او د هغو ځایونو په اړه به یې پوښتنې ګروېږنې کولې چې پکې تم شوي وو او بېرته به تلل. ان څو شپې چې مونږ روغتون کې و دوی به د پوښتنو او پلټنو لپاره راتلل."

مهتاب وايي، د کوچنۍ خونې له کړکۍ به یې د خپل ورو او کوژدن د خبر اورېدو ته انتظار کاوه.

د مور جنازه یې موندل شوې وه.

"د مور د جنازې عکس مې ولید. خو د ورور او کوژدن حال مې نه و. نه پوهېدم چې د مور په مرګ مې ویر وکړم که د ورور او کوژدن پیدا کېدو ته هیله منه اوسم. د هغه کمپ په کوچنۍ خونه کې دوه اوونۍ تېرول مې د ژوند تر ټولو بدې ورځې وې. اجازه مو نه لرله چې بېرون ووځو. آن نه یې پرېښودو چې کړکۍ خلاصې کړو. زه ساه لنډې لرم خو په هغه بنده کوچنۍ خونه کې پاتې کېدو مې حال نور هم خراب کړی و."

له دوه اوونۍ وروسته یې مونږ ټولو ته ترکیه کې د لنډ مهال لپاره د اوسېدو اسناد راکړل چې د وخت له تېرېدو ورسته یې باید له دغه هېواده ووځو.

فاطمه وايي، ټولې ژمنې چې یې دوی ته ورکړې وې"دروغ" وې.

"مونږ ته وویل دوی مرسته نه شي راسره کولی. ټولې هغه دروغ ژمنې یې چې راسره کړې وې د دې لپاره وې چې له مونږ مالومات واخلي. زمونږ حال دومره خراب و چې فکر مو کاوه د کښتۍ ټول مساپر خپل مقصد ته رسېدلي او یوازې مونږ څلور کسان یوو چې غرک شوو."

"د ورځې به مې ژړل د شپې به مې ویروونکي خوبونه لیدل"

لونا تېره اوونۍ د پلار له ډبېدو ټیک څلوېښت ورځې وروسته وزېږېده.

ډاکټرانو ویلي و، د وینې په کومه ناروغۍ اخته ده چې ډېر معاینات او اوږدمهاله درملنه غواړي.

فاطمه وايي، اوس یې ټول فکر د لونا رغېدو او د هغې راتلونکي ته دی.

هغه وايي: "که زه هم د ترکیې په سواحلو کې ډوبه شوې وای ښايي لور مې هیڅکله نه وای زېږېدلې."

مهتاب لا هم د خپل کوژدن د خبر اورېدو ته په تمه ده.

"وضعیت مې ډېر خراب دی. په دې نړۍ کې بل هېڅوک نه لرم. ژوند ته ادامه ورکول راته ناشونې ښکاري. د ورځې ژاړم او د شپې ویروونکي خوبونه وینم. د یوه کوچني غږ په اورېدو مې ساه له وجود دوازې ته رسوي په دې هیله یم چې ښايي د دروازې شاته زما د ورک شویو کوم خبر راغلی وي او یا هغوی پخپله راشي."