د کرېکټ لس اوریزه سیالۍ؛ لومړۍ لوبه د ګوربز د لوبډلې ده

ټي ټېن سیالۍ

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د تر ټولو د لنډې او چټکې بڼې کرېکټ (لس اوریزه سوداګریزې سیالۍ) نن د نومبر میاشتې په ۲۸مه ( سې شنبې ورځ) په متحده عربي اماراتو کې پیلېږي.

ددې سیالیو لومړۍ لوبه د ډکن ګلاډیټرز او نیویارک سټرایکرز لوبډلو ترمنځ ده. په دغې سیالۍ افغان لوبغاړی رحمن الله ګربز له ډکن لوبډلې سره او ظاهر خان بیا له نیویارک سټرایکرز لوبډلې سره لوبېږي.

دویمه لوبه د نارت واریرز او سمپ ارمیز لوبډلو ترمنځ ده. په دې لوبډلو کې بیا عظمت الله عمرزی او حضرت الله ځاځی له نارت واریرز لوبډلې سره دي او په سیاله لوبډله کې یې ابراهیم ځدراڼ، نجیب ځدراڼ او کریم جنت لوبېږي.

د اتو لوبډلو تر منځ دا لوبې د ابو ظبۍ په شیخ ‌‌زاید لوبغالي کې پلان شوې دي.

دا اووم پړاو دی چې په دې ډول لس اوریزه سیالۍ د متحده عربي اماراتو په کوربه توب کېږي.

دغو سیالیو کې ګڼ شمېر افغان لوبغاړي هم اخیستل شوي دي.

دا لوبې ټول ټال ۱۲ ورځې دوام کوي او په پام کې ده چې پای لوبه یې د راتلونکي ډیسمبر میاشتې په نهمه د دوه مخکښو لوبډلو تر منځ وشي.

دا سیالۍ د تېر کال په بڼه کېږي او هره لوبډله لږ تر لږه یو ځل له بلې هغې لوبه کوي، په دې مانا چې هره لوبېدونکې لوبډله به بل پړاو ته د موندلو لپاره لږ تر لږه اووه سیالۍ کوي.

کرېکټ

د عکس سرچینه، T10

په ټي ټېن لیګ کې ټولې ۳۲ سیالۍ کېږي او د هرې لوبې لپاره ۹۰ دقیقې وخت ټاکل شوی دی.

د سر مخکښې څلور لوبډلې به بل پړاو ته وځي.

د دې سیالیو د تېر کال په پای لوبه کې ډیکان ګلاډیټرز لوبډلې نیویارک سټرایکس ته د ۳۷ منډو په توپیر ماته ورکړې وه.

د وېسټ انډيز نېکولاس پورن په مشرۍ د ګلاډيټرز لوبډبله به سږ کال له خپلې اتلولۍ او په درېیم ځل د جام ګټلو هڅه کوي.

په دې سیالیو کې کوم لوبغاړي لوبېږي؟

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

دا سوداګریزې لوبې دي او د افغان لوبغاړو په ګډون د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو لوبغاړي د لوبډلې اړتیا ته په کتو د پیسو په بدل کې اخیستل کېږي.

د افغانستان ظاهر خان، وقار سلیمانخېل او د پاکستان عماد وسیم چې تازه یې د پاکستان له کرېکټه استعفا وکړه، د تېر کال د اتلې ګلاډیټرز په لوبډله کې دي.

د لوبډلو د معلوماتو پر بنسټ په نورو لوبغاړو کې نوین الحق، قیس احمد، فضل حق فاروقي، اظهار الحق نوید، نجیب الله ځدراڼ، کریم جنت، حضرت الله ځاځی، ضیاالرحمان، رحمان الله ګربز، نور احمد او ځينې نور هغه افغان لوبغاړي دي چې د سږ کال په لس اوریزو سیالیو کې د بېلابېلو لوبډلو استازولي کوي.