د افغانستان کرېکټ بورډ له اجرائیه مشر سره ځانګړې مرکه

د ویډیو تشریح، نصیب خان
د افغانستان کرېکټ بورډ له اجرائیه مشر سره ځانګړې مرکه
د خپرېدو وخت

د افغانستان د کرېکټ بورډ اجرائیه مشر وايي له بنګله دېش او زمبابوې سره له لوبې وروسته به له ویسټ انډيز سره هم لوبلړۍ ولري.

هغه له ندیم اشرف سره د بي بي سي په لوبو خپرونه کې د لوبډلې بریالي روزونکي جانتن ټرات د قرارداد او له لوبډلې سره یې پر پاتې کېدو هم غږېدلی.

په دې خپرونه کې نصیب خان د کورني کرېکټ پر پیاوړتیا او له نیوزېلنډ سره د ټسټ لوبې تر څنګ پر ګڼو نورو کرېکټ اړوند موضوعاتو هم خبرې کړې دي.