پیشو او سپی د اوکرایین په جګړه کې له خلکو سره څنګه مرسته کوي

    • Author, ویتالي شیوچېنکو
    • دنده, د بي بي سي مانیټورنګ څانګې خبریال
  • د خپرېدو وخت

له چنډې ټولولو تر چاودېدونکو توکو له موندلو پورې، پیشوګانو او سپیانو له اوکرایینیانو سره مرسته کړې چې څرنګه د روسیې د تېري ویجاړوونکې اغېزې سمبالې کړي.

پترون نومی، ماین موندوکی سپی یو له دغو سپیانو څخه دی. هغه د اوکرایین له بیړنیو خدمتونو څانګې سره کار کوي- خو د هغې د ماین موندلو مهارتونو او په زړه پورې کرکټر پر انلاین هم په سلګونو زره مینه وال پیدا کړي.

پترون او یوشمېر نور حیوانات چې ځینې یې حقیقي او ځینې یې مجازي دي خلکو سره عاطفي مرستې کوي او د ټولنیزو رسنیو له لارې عملي مشورې ورکوي.

لکه دا لارښوونې چې د جګړې له امله را پیدا شویو ستونزمنو احساساتو سره څه وکړي او یا کله چې یوه چاودېدونکې وسیله ویني څه باید وکړي.

د خپل کار په ترڅ کې، پترون له یو زیات شمېر هغو لوړپوړو مېلمنو او مشهورو کسانو سره چې د اوکرایین پلازمېنې کېیف ښارته ورغلي کتنې هم درلودلي، لکه د لارډ اف ده رینګز فلم ستوری اورلاندو بلوم او د بریتانیا لومړی وزیر ریشي سوناک او د کاناډا لومړی وزیر جسټین ټرودو.

د اوکرایین د پوستې خدمتونو څانګې ددې اتل سپی یو عکس د پوستې پر مهر باندې چاپ کړی او د ولسمشر ولودیمیر زیلېنسکي لخوا ورته د ښه خدمت په خاطر یو مډال هم ورکړل شوی.

د پترون عکس د پوستې پر مهر باندې په ټول اوکرایین کې خپور شوی.

د پترون خاوند او اداره کوونکی، میخایلو ایلییف، وايي د بهرنیو لوړپورو مېلمنو سره د پترون کتنې د اوکرایین بېړنیو خدمتونو څانګې سره مرسته کړې چې د چنډې پیسې او د ماینونو پاکولو مهم وسایل ترلاسه کړي.

پترون، د جګړې له امله اغېزمنو شویو خلکو لپاره د چنډې پیسو راټولولو کارونو کې هم برخه درلودلې، په تېره بیا د خپلو هغو همکارانو لپاره چې د ماینونو پاکولو په ترڅ کې ټپیان شوي. د حیواناتو د خیر ښېګڼې لپاره یې چنډه هم راټوله کړې.

ښاغلي ایلییف بي بي سي ته وویل: "کله چې زموږ دا کوچني ملګري ټپیان شي او یا بې سرپرسته پاتې شي له ډېرو ستونزو سره مخ وي. موږ پوهېږو چې هغوی هم غواړي ژوندي پاتې شي او مرستې ته اړتیا لري."

د پترون د انسټاګرام پرپاڼه نه یواځې ددې په زړه پورې سپي عکسونه موندلی شئ بلکې هیله کوي چې جګړې ځپلو اوکرایینیانو ته الهام او لارښوونې هم ورکړي.

د هغه پر پاڼه لیکل شوي: "هیله مهمه ده. موږ هیله من یو چې دا حالت به ژر ختم شي. هیله من یو چې بریا نژدې ده. هیله لرو چې خلک نور ونه وژل شي. کله کله موږ له هیلې پرته بل څه نه لرو."

"تاسو ته عذر کوم چې مه ناهیلي کېږئ. اجازه راکړئ چې له هیله مندۍ ډک احساس سره مو[لاسونه] وڅټم!".

پترون په کارتوني سریالونو کې هم څرګند شوی چې د نا چاودو مهماتو د خطرونو په اړه ماشومانو ته پوه ورکوي.

ښاغلی ایلییف وايي سره ددې چې ډېر مشهوره شوی، پترون تراوسه هم د ماینونو موندلو خپل ورځنی کار پر مخ بیايي.

د چنډې راټولونکې پيشو

دا پیشو چې ستیپان نومیږي د سالتیوکا په نامه د اوکرایین د دویم لوی ښار خارکېف له یوې سیمې څخه ده. دا سیمه د روسانو بمباریو سخته ویجاړه کړې ده.

له جګړې نه مخکې، ستیپان په انټرنېټ کې یوه حیرانوونکې په زړه پورې پیشو وه، خو پر اوکرایین باندې د روسیې د بشپړ تېري راهیسې د ستیپان د انسټاګرام پر پاڼه نه یوازې تصویرونه بلکې د جګړې په اړه تبصرې هم خپرېږي.

پخوا یې په روسي ژبه خپرونې کولې، چې د هېواد په ختیځ او جنوب په ځینو برخو کې خلک ورباندې غږېږي، خو اوس په اوکراییني ژبه خپرونې کوي. د روسيې له تېري وروسته ډېری اوکرایینیانو همدا کار کړی.

د ستیپان خاونده انا بي بي سي ته وویل: "د دې روسي نړۍ له لیدلو وروسته موږ ټول له ذهنې پلوه بدل شوو."

رو انا هغه مفهوم ته اشاره کوي چې روسیه وايي ددغې سیمې د روسي ژبو د ملاتړ لپاره یې بهر کې مداخله برحقه ده.

انا وايي: "اوکرایینیان زما د ژوند او زما د هیواد او ملت د ژوند یوه برخه ده."

پر انسټاګرام د ستیپان اکونټ ۱،۳ میلیونه فالوران لري، د خپل شهرت په مرسته یې جګړې ځپلو حیواناتو سره مرسته کړې. تېرکال یې تقریبا ۱۵۰۰۰ یورو چنډه راټوله کړه چې د جګړې ځپلوحیواناتو لپاره پر خوړو، دارو درملو او د پاملرنې نورو کارونو باندې لګول شوي.

د جون په میاشت کې د اوکرایین په جنوب کې د خاکوفکا د اوبو بند له ویجاړېدو وروسته، پیشو ستیپان له سېلاب ځپلو سیمو څخه د حیواناتو د ژغورنې کارونو لپاره د چنډې پیسې راټولې کړې. د خارکېف د یو ویجاړ شوي کتابتون په بیارغونه کې یې هم مرسته وکړه.

انا وايی: "ستیپان جګړې ځپلیو ماشومانو او نورو خلکو سره هم مرسته کړې چې لږ ترلږه د یوې مودې لپاره ددې جګړې ناخوالې هېرې کړي."

کارتوني پیشو

اولېنا وايی خلک معمولا هغه مشورې خوښوي چې د کارتوني کرکټرونو لخوا وړاندې کېږي. ددې کارتوني پيشو اېنزېر نومېږي.

هغه وايی: "ما په وار وار لیدلي چې د پیشو انځور یوازې د خبرو په پرتله خورا ډېراغېز درلودای شي. د پیشو انځورونه مهم نظریات انتقالولای شي. د هغوی جذب اسانه دی. د پیشو انځورونه موږ سره مرسته کوي چې د ناخوالو پروړاندې مقاومت وکړو."

"پیشو اېنزیر د خپګان ضد یو طبیعي درمل دی. ما دا انځور جوړ کړی چې زه خپله او زما لوستونکي د ښه والي احساس وکړي. هغه مثبته او په زړه پورې ده او خلکو سره مرسته کوي چې د خپل ځان دننه هیله او رڼا وویني."

پر ټولنیزو رسنیو د اېنزېر لیکنې او کرایینیان د کتاب لوستلو ته هڅوي او په دې اړه مشورې ورکوي چې څرنګه د چنډې پیسې راټولې کړي او څرنګه باید هرڅوک د پیشو په شان چټک وي.

هغې لیکلي: "پیشوګانې ټنبلي نه کوي، د خپل هدف ترلاسه کولو لپاره ټینګه اراده لري."

دا د هر چا لپاره یوه ښه مشوره ده، که په جګړې کې وي او که نه وي.