تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اتله پیشو؛ خپلې کڼې څښتنې سره د ژوند چارو کې مرسته کوي
ډېر وخت پیشوګانې د ملاتړو ژویو په توګه نه پېژندل کېږي او هر هغه څه چې دوی یې غواړي، کوي.
خو زبي (د پيشو نوم دی) بیا یوه استثنایي پیشو ده.
د زبي خاونده څه نه اوري او همدا هوښیاره پیشو په خپلو ځانګړو اشارو له هغې سره د ټیلیفون یا د دروازې زنګ په "اورېدلو" کې مرسته کوي.
دا هوښیاره پیشو ان له دروازې لیکونه را اخلي او خپلې خاوندې ته یې رسوي.
له همدې امله، زبي په ۲۰۲۳ کال کې د پیشو د ساتنې سازمان لخوا د بریتانیا د ملي پیشو په توګه غوره شوې ده.
د زبي خاونده جنویو وايي: "زه د اورېدنې له وسیلې پرته هېڅ نه اورم، خو اوس زه زبي لرم چې له ما سره مرسته کوي." کله چې د ټیلیفون زنګ وي، هغه راځي او ما ښوروي، زه بیا خپله د اورېدلو وسیله پر غوږ کوم او زنګ ته ځواب وایم.
نوموړې زیاتوي، کله چې زبي د شپې کوم غیر معمولي غږ واوري، ما په سر ښوروي، چې راویښه او خبره مې کړي. که څوک دروازه ټکوي، پیشو مې تر مخ تاوېږي او ما پوهوي چې په دروازه کې څوک دي.
د جنویو په وینا "زبي ډېره مرستندویه ده او خوشاله وي چې ما ته یو څه راوړي"، په خپلې خولې له دروازې لیکونه را اخلي او زما د خوب خونې ته یې راوړي. ان که زما څپلۍ کوم بل ځای ومومي، ما ته یې راوړي.
جنویو زیاتوي: "د کاڼه انسان لپاره یوازې ژوند ډېر ګران دی، خو د هغه چا لپاره نه، چې تر څنګ د زبي په څېر څوک ولري. هغه زما اتله ده."
زبي په بریتانیا کې یوه له څلورو هغو پیشوګانو وه چې د ملي پیشوګانو جایزو لپاره غوره شوې او د خلکو په رایه یې لومړی ځای وګاټه.
په بریتانیا کې د ملي پیشو لقب هغې پیشو ته ورکول کېږي چې په یو ډول یې د کومې کورنۍ د نیمګړیتاوو په بشپړولو کې مرسته کړې وي.
زبي د دې مقام ګټلو لپاره زرګونو نورو ژویو ته ماتې ورکړې وه.