تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر ځمکه 'مرسته' لیکلو د دریو بې درکه سړیو موندلو کې مرسته وکړه
د امریکا ساحلي ګارد درې سړي چې نهه ورځې په یوه لېرې پراته ټاپو 'میکرونېسیا' کې ورک شوي وو، ژغورلي دي.
دغو سړیو د سمندر پر غاړه د خورما ونې په پاڼو (Help) یا 'مرسته' لیکلي وو، او همدې یې په موندلو کې مرسته هم وکړه.
په میکرونېسیا ټاپو کې څوک نه اوسي او تر ټولو نږدې وچه ورته 'ګوام ټاپو' دی چې هغه هم ترې شاوخوا ۶۰۰ کیلومتره واټن لري.
دغه سړي د یوه سمندري سفر پر مهال بې درکه شوي وو.
دا تېرو څلورو کلونو کې دویم ځل دی چې له دغه ټاپو بې درکه کسان ژغورل کېږي.
ګوام د امریکا متحدو ایالتونو اړوند او د فېلیپین سمندر کې د فېلېپین، اندونیزیا، استرالیا او جاپان ترمنځ پروت دی.
د امریکا سمندري ګارد ژغورل شوي کسان پاخه او باتجربه ماڼوګان بللي دي.
دوی خپل سفر د پلوات اتول له ټاپو پیل کړی و چې میکرونېسیا فدرالي ایالت یوه برخه ده.
د امریکا د سمندري ګارد اعلامیه کې راغلي چې دغو کسانو د ایستر اختر پر مهال سفر پیل کړی و، خو له ۱۷۰ کیلو متره مزل وروسته د کښتۍ خرابېدو له کبله نادرکه شول.
له خرابې هوا سره سره د دغو کسانو موندلو لپاره پراخ لټون پیل شوی وو او بالاخره د هوا له لارې په میکروېسیا ټاپو کې وموندل شول.
مرستندویانو لومړی دغو کسانو ته له هوا خوراکي توکي غورځولي او دا خبر یې ورکړی و چې د ساحلي ګارد ځواکونه یې ژغورنې ته ور روان دي.
تر اوسه د دغو سړیو نومونه او نور مالومات نه دی شریک شوي.