عباس ستانکزی: نيم افغانستان له ډيورنډ کرښې هاخوا پروت دی؛ پاکستان يې څرګندونې "خيالي" او له ځمکنيو حقايقو لېرې بللې دي

    • Author, راصد ځواک
    • دنده, بي‌بي‌سي
  • د خپرېدو وخت

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅ په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت د سياسي مرستيال شېر محمد عباس ستانکزي هغه څرګندونې چې ويلي يې وو، "نيم افغانستان تر ډيورنډ کرښې هاخوا پروت دی" له ځمکنيو حقيقتونو لېرې بللې دي.

ښاغلي ستانکزي ویلي موږ (افغانانو) هېڅکله ډیورنډ کرښه په رسمېت نه ده پېژندلې او پر دې کرښه په ویزه او پاسپورت تګ راتګ "قطعآ د منلو نه دي."

په ځواب کې اغلې بلوڅ په يوه بيانيه کې ويلي، "د پاک افغان پولې د قانونيتوب په اړه هر ډول خيالي او ځان غوښتونکې دعوا د جغرافيې، تاریخ او نړيوال قانون حقايق نشي بدلولی."

په بيانيه کې راغلي چې افغان غاړه دې "د پاکستان ريښتينو امنيتي اندېښنو ته ځواب ووايي نه دا چې په داسې څرګندونو د خلکو پام بل لوري ته واړوي."

پاکستاني چارواکي ډیورنډ کرښه له افغانستان سره خپله رسمي پوله ګڼي او د لنډمهاله حکومت لومړي وزیر یې 'انوارالحق کاکړ' له طلوع نیوز سره په خپله وروستۍ مرکه کې هم پر دې ټینګار کړی، چې ګوندې ډیورنډ کرښه د دواړو هېوادونو ترمنځ رسمي او د نړیوالو لخوا منل شوې پوله ده.

خو ښاغلی ستانکزی ټینګار کوي،‌ چې د ډیورنډ دواړو غاړو ته پراته قومونه څوک نشي سره جلا کولی.

ښاغلي ستانکزي دا څرګندونې د سلواغې د ۲۶مې یا له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو د وتلو په مناسبت لوګر کې یوې جوړې شوې غونډې ته په وینا کې کړې دي.

نوموړي له پاکستانه په زور د افغان کډوالو ایستلو، پر ډیورنډ‌ کرښه د اغزن تار تېرولو او تګ راتګ لپاره د ویزې او پاسپورت جبري کېدو په تړاو د پاکستان حکومت تګلارو ته په اشارې وايي د دوی (پاکستان) دا عمل او تصمصم به د دې لامل شي، چې بیا به د ۱۹۷۱ کال د بنګال موضوع تکرار او دا ملکونه به ازادېږي.

ښاغلی ستانکزی زیاتوي په تېرو شلو کلونو کې چې افغانستان ته څومره وسلې راغلې او د دوی "مجاهدین" پرې وژل شوي، "تاریخ او خلک یې مالوم دي، زموږ مدعیان مالوم دي" او دا چې که افغانستان ارام او پر خپلو پښو درېږي نو د هرې مرمۍ حساب به ورسره کوي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ له څه مودې راهیسې ستونزې ډېرې شوې دي.

د دواړو خواو ترمنځ څو ځله پر ډیورنډ کرښه نښتې هم شوې دي.

شېر محمد عباس ستانکزی د طالبانو په حکومت کې د توندو او بې باکانه څرګندونو له کبله مشهور دی.‌

هغه څو ځله د طالبانو پر مشرتابه هم له دې کبله ډاګیزې او ډانګ پیېلې نیوکې کړې، چې نجونې یې د زدکړو او کار له حقه محرومې کړې دي.

نوموړي د سلواغې ۲۶مې په مناسبت غونډه کې دا هم ویلي، چې په هېڅ صورت کې به پرې نږدي چې اسلامي امارت "د طالبانو حکومت" ته تاوان ورسېږي، که هغه د ده په خبره په کور دننه او که له بهره وي.

ښاغلي ستانکزي د کوم هېواد نوم له اخیستلو پرته وايي "خارجیانو ته موږ په ډاګه او څرګنده دا خبره کوو، چې هېڅوک دې د دې هڅه نه کوي چې اسلامي امارت کمزوری کړي او لمنځه یې یوسي."

نوموړی زیاتوي دوی (د طالبانو حکومت) داسې مخالفان نه لري چې (بهرنیان) یې په څنګ کې ونیسي او د دوی پر وړاندې یې ودروي.

هغه همدا راز یو ځل بیا د خپل حکومت پر داخلي مخالفانو هم غږ کړی چې افغانستان ته ورشي.

دی وايي "په هره ساحه کې چې کار کولی شئ، زمینه به درته برابره کړو. راځئ چې دا ملت پر خپلو پښو باندې ودروو."

نوموړي د افغانستان له ولس او خلکو هم وغوښتل چې د هغو کسانو پسې نور ونه درېږي، چې د ده په وینا په شخصي ګټو او اغراضو اخته وي او د خپلو ګټو لپاره له قوم، سمت او مذهب ګټه اخلي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې روانه اوونۍ د ملګرو ملتونو لخوا دوحه کې د افغانستان په تړاو غونډه جوړېدونکې ده.

ملګرو ملتونو د طالبانو حکومت ته هم په دې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې، خو طالبانو پکې ګډون لپاره ځینې شرطونه ایښي دي.

بلخوا د طالبانو پنځلسو مخالفو ډلو بیا د دوحې په غونډه کې د طالبانو د ګډون غندنه کړې او دا یې داسې ګام بللی چې د دوی په وینا طالبان لا هڅوي چې د "بشري حقونو ضد کړنو " ته نه یوازې دوام ورکړي، بلکې لا یې پراخې کړي.

دوی ویلي، چې په دې ناسته کې باید ټولو سیاسي اړخونو ته برخه ورکړل شي او "د یوه پراخ ملي بهیر له لارې د خلکو د رایو پر بنسټ د یوه قانوني دولت رامنځته کولو ته لاره هواره کړي."