تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کانکور ازموينې پايلې اعلان شوې؛ سږ کال هم نجونو په کې ګډون نه درلود
په افغانستان کې د کانکور ازموينو پايلې اعلان شوې او سږ کال د کابل د حبیبیې لیسې زدکوونکی اتل خان رحیمزوی د کانکور عمومي اول نومره په توګه اعلان شوی.
خو د تېر کال په څېر سږکال هم ښځینه زده کوونکو ته په کانکور کې د ګډون اجازه نه وه ورکړل شوې او ټول ګډون کوونکي یې یوازې نارینه وو.
ګڼ شمېر فعالانو او نورو بنسټونو پر دغه کار نیوکې کړي دي.
ښاغلی رحيمزوی د پکتیا ولایت اوسېدونکي دی چې د ۳۹۵.۶۱ نومرو په ترلاسه کولو يې لومړی مقام ترلاسه کړی دی.
نوموړی د کابل پوهنتون طب پوهنځي ته بریالی شوی دی.
ښاغلي رحيمزوی کابل کې شخصي اریانا ټلویزیون ته وویل: "له دولت غواړم چې زموږ خویندو ته ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي، ترڅو هغوی هم زده کړې وکړي."
دی وايي، د دې مقام د ګټلو لپاره یې شپې او ورځې زیار ګاللی دی. "ما خپل هدف ټاکلی و، خپل قوانين او اصول راسره وو، په همغه اصولو او چوکاټ کې تلم، خپل درس مې وايه، له سوشل ميډيا مې استفاده نه کوله، خپل درسونه، ډوډۍ او عبادت ته مې وخت ورکاوه".
د سږ کال د کانکور ازموینو په پایله کې د بلخ ولایت اوسېدونکي سید حامد هاشمي د ۳۵۷.۷۱ نومرو په ترلاسه کولو دویم مقام ګټلی او د کابل پوهنتون طب پوهنځي ته کامیاب شوی دی.
درېیم مقام بیا د فراه اوسېدونکي شفیع الله نظامي په ۳۵۷.۲۵ نومرې ترلاسه کړې او د هرات پوهنتون طب پوهنځي ته بریالی شوی دی.
د کانکور د عمومي پایلو اعلان په مراسمو کې ګنو طالب چارواکو ګډون کړی و.
د لوړو زدکړو وزارت سرپرست شیخ ندا محمد ندیم په دغه غونډه کې وویل، بریالي شویو زده کوونکو ته ډاډ ورکوي چې د دوی وزارت ورته د هغه په ټکو ټول امکانات برابر کړي چې په مرسته به یې یاد محصلین خپلې زدکړې په سمه توګه مخکې بیایي.
نوموړي وویل، لوړو زدکړو وزارت یو نوی نصاب جوړ کړی چې د منظورۍ لپاره رئیس الوزرا ته استول شوی دی.
د طالبانو حکومت د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي غونډې ته وویل، په داسې حال کې چې د ده په وینا په افغانستان کې زده کوونکو ته امکانات برابر شوي، له هغوی تمه لري چې خپل وخت ضایع نه کړي او د خپل هېواد راتلونکې ته ګټور شي.
د سږکال په کانکور کې شاوخوا سل زره کسانو ګډون کړی و چې له ډلې یې څه باندې ۶۳ زره کسان دولتي او خصوصي پوهنتونونو بېلابېلو پوهنځیو ته بریالي شوي دي.
اړوند چارواکي وايي، د سږکال ګډون کوونکي د تېر کال پرتله زیات و. تېر کال بیا ۸۸ زره کسانو کانکور ازموینو کې ګډون کړی و.