تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د انګلنډ کرېکټ لوبډلې پاکستاني نژاد لوبغاړي: رضوان ځکه پښتو وايي، چې موږ یې په ستراتيژي پوه نه شو
د انګلنډ په هغه لوبډله کې چې له پاکستاني سیالانو سره په راولپنډۍ کې ټیسټ لوبه کوي، شعیب بشیر او ریحان احمد هم شامل دي، چې بریتانیا کې زېږېدلي، خو کورنۍ یې د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر اوسېدونکې دي.
د دوی یو شمیر خپلوان اوس هم د کشمیر په میرپور کې اوسي. دوی د بي بي سي اردو څانګې په ټیسټ مېچ سپېشل خپرونه
کې د خبرو پر مهال له پاکستاني لوبغاړو سره یو ځای د جمعې لمانځه ادا کولو او د انګلنډ لوبغاړو په ارام خونه کې د چاپېریال په هکله غږېدلي دي.
ریحان احمد او شعیب بشیر په پوټوهاري ژبه خبرې کوي، چې د دوی دواړو مورنۍ ژبه ده. خو دوی وايي، اردو یې هم دومره زده ده، چې په لوبغالي کې د پاکستاني لوبغاړو په خپلمنځي خبرو پوه شي. ریحان احمد وايي، په اردو غږېدای شي، خو د انګریزي توري پکې شاملوي. شعیب بشیر بیا وايي، په اردو پوهېږي او له پاکستان سره لوبه کې له دې وړتیا ګټه اخلي.
دی وايي، اردو یې ګوډه، ماته زده ده، خو د نورو په ټولو خبرو پوهېږي. دی وايي: ''کله چې پاکستاني لوبغاړي یو بل ته څه وايي، موږ هڅه کوو پوه شو چې دوی څه وايي. دی وايي، زه کولای شم بین سټوکس ته ورشم او ورته ووایم، چې دا (بېټسمین) غواړي د مډویکټ دپاسه توپ ووهي.''
دی زیاتوي، ''یو ځل بېټینګ (توپوهنې) ته ودرېدم. محمد رضوان د وېکټ ساتنې رول لوباوه او شاته ولاړ و. دی هسې هم د خبرو شوقین دی. زه چې څنګه ډګر ته ورسېدم، ده غږ وکړ، دا هلک په اردو پوهېږي، موږ به پښتو خبرې کوو، زه نو بیا هېڅ نه پوهېدم، چې څه به کېږي، له لوبې مې ښه خوند واخیست.''
دواړه لوبغاړي په انګلنډ کرېکټ لوبډله کې د تبعیضي چلن ګنګوسي ردوي او په وینا یې دوی د روزونکو یا همکارو لوبغاړو له لوري داسې څه نه دي محسوس کړي، ''دا ښه خبره ده او موږ یې ستاینه کوو.''
ریحان احمد وايي، ''بیر (د انګلنډ کرېکټ لوبډلې روزونکی) او سټوکس زموږ لپاره د لمانځه ادا کولو اسانتیا برابروي. لومړی هر هغه څه راکول کېږي، چې موږ ورته اړتیا لرو. کرېکټ وروسته راځي. موږ د نور څه غوښتلو ته اړتیا نه لرو. ځکه موږ د ټولو مننه کوو.''
دی زیاتوي: ''موږ له پاکستاني لوبغاړو سره د هغوی هوټل ته لاړو. د جمعې لمونځ مو یو ځای ادا کړ. رضوان امامت کاوه. له دې یوه اونۍ مخکې جومات ته تللي وو. انګلنډ لوبډلې له همدې کبله د غونډې وخت بدل کړ، چې موږ وکولای شو، له جوماته ستنېدو وروسته په غونډه کې شریک شو.''
د شعیب بشیر پلار پاکستان کې او مور یې بریتانیا کې زېږدلې ده، خو د ریحان احمد مور او پلار دواړه پاکستان کې زېږېدلي او وروسته بریتانیا ته تللي دي.