د تیرا کوکیخېلو زرګونه کورنۍ بېرته خپلو مېنو ته ستنېږي

د ویډیو تشریح، د تیرا کوکیخېلو زرګونه کورنۍ بېرته خپلو مېنو ته ستنېږي
د تیرا کوکیخېلو زرګونه کورنۍ بېرته خپلو مېنو ته ستنېږي
د خپرېدو وخت

د پښتونخوا حکومت ددې ایالت تیرا درې د کوکيخېلو قوم ځینې هغه کورنۍ چې شاوخوا لس کلونه وړاندې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې وې، بېرته خپلو مېنو ته ستنې کړې دي.

کلونه کېږي چې دا خلک د خیبر درې په د جمرود په یوه کمپ کې اوسېدل. د کوکیخېلو مشران وايي د بې‌کوره شویو شمېر شپږو زرو ته رسېږي.

دا کورنۍ له هغه وروسته خپلو مېنو ته ستنېږي چې مشرانو یې په وروستیو کې مظاهرې وکړې او له امله یې له حکومت سره خبرې اترې پيل شوې. زموږ همکار رحمان الله پرې دا رپوټ چمتو کړی.