د مهبل توازني ستونزه ښايي د جنسي اړیکې له لارې لېږدېدونکې ناروغي وي

    • Author, میشل رابرټس
    • دنده, د ډیجیټلي روغتیا مدیره، بي بي سي نیوز
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

څېړونکي وايي، د مهبل (ښځينه تناسلي غړي) یوه عمومي ناروغي چې د بکټېریېل وېجایناسېس (BV) په نامه پېژندل کېږي، ښايي په حقیقت کې داسې مېکروب وي (STI) چې د جنسي اړیکې له لارې لېږدي.

تر دې اوسه د بریتانیا د روغتیا ملي ادارې ویل چې بي‌وي (BV) یا د مهبل دغه بکتریايي التهاب د جنسي اړیکې له لارې لېږدېدونکې ناروغي نه ده، که څه هم ښځو ته هغه مهال پیدا کېږي چې جنسي اړیکې ولري، خو هغه وخت ښځې پرې اخته کېږي چې په مهبل کې يې د شته طبیعي بکټریاوو توازن ګډوډ شي.

خو یوه نوې څېړنه ادعا کوي چې بي‌وي (BV) د کورواله‌ (جماع) پرمهال خپرېږي او په دې حساب یې اېس‌ټي‌ای (STI) یا هغه ناروغي بللی شو چې د جنسي اړیکې له لارې لېږدي.

دا ستونزه په نړۍ کې پر نژدې درېیمه برخه ښځو اغېز کوي. کله ناکله خو د دې لامل شي چې ښځې نه شي کولی اولاد وزېږوي، ماشوم یې تر وخت مخکې نړۍ ته راشي، یا یې نوی زېږېدلی ماشوم مړ شي.

د نوي انګلنډ طبي ژورنال کې خپره شوې دغه استرالیایي څېړنه ښيي د دې مېکروب پاکولو لپاره مهمه ده چې د ښځې او مېړه یا د ښځې او هم د هغه کس درملنه وشي چې دې ورسره جنسي اړیکه درلودلې ده.

بکټېریېل وېجایناسېس (د مهبل بکټري التهاب) (BV) څه دی؟

بکټېریېل وېجایناسېس (د مهبل بکټري التهاب) (BV) د ښځو له تناسلي غړي راوتونکې مایع ده (discharge) چې معمولاً د ماهي په څېر تېز بوي لري.

د دې مایع رنګ او ثبات هم ښايي کله ناکله بدل وي. کله خړـ سپین رنګ او کله هم نری او اوبلن وي. نیمي‌ ښځې چې دغه مېکروب لري هېڅ نښې نه ګوري.‌

(د مهبل بکټري التهاب) عموماً د هېڅ ډول درد یا خارښ لامل هم نه کېږي. د دې ناروغۍ درملنه په انټي بیوتیک ټابلیټونو، جېلونو یا کریمونو کېدی شي.

دې څېړنې لپاره، څېړونکو د ۱۶۴ جوړو چې (د مهبل بکټري التهاب) (BV) یې درلود، درملنه وکړه. داسې چې هم یې ښځې ته انټي بیوتیک ورکړل او هم یې د هغې جنسي شریک ته.

ډاکټرانو خپله څېړنه ژر ودروله ځکه څرګنده شوه چې د دې طریقې په کارولو سره د (BV) تکرار نیمايي را ټیټ شوی و.

د دې څېړنې یوې مشرې پروفیسرې کترینا برډشا وايي: "زموږ څېړنه ښيي چې که د ښځې درملنه وشي او د جنسي شریک یې ونه شي نو دا مېکروب بیا تکرارېږي او له منځه نه ځي. همدا ښيي چې (د مهبل بکټري التهاب) د جنسي اړیکې له لارې لېږدېدونکې ناروغي ده."

"یوه ستونزه چې موږ سل په سلو کې نه شو ویلی چې دغه ناروغي ښايي اېس‌ټي‌ای وي دا دی چې موږ لا هم نه پوهېږو چې کومه بکتریا د دې ناروغۍ لامل کېږي، خو د جینومېک سیکونسېنګ (جینونو ترتیب کې) پرمختګونه له زموږ سره مرسته کوي چې دې معما حلولو ته نژدې شو."

په دې څېړنه کې چې په اسټرالیا کې، د موناش پوهنتون او الفرېډ هېلت څېړونکو د مېلبورن جنسي روغتیا مرکز کې کړې نارینه پر دوو ډلو وېشل شوي وو. نیمایي نارینه وو د خولې له لارې انټي بیوټیک او د پوستکي لپاره انټي بیوتیک کریم ترلاسه کړی، چې په یوه اوونۍ کې یې وکاروي. پاتې نورو ته یې درملنه نه وه ورکړل شوې.

د دغو موندنو له مخې، اوس دغه کلینیک خپل کلینیکي تمرینونه بدل کړي او په منظم ډول د دواړو شریکانو درملنه کوي.

د بریتانیا جنسي روغتیا او اېچ‌ای‌وي ټولنې ویلي دا موندنې "ارزښتناکې بېلګې وړاندې کوي او د هغه څه ملاتړ کوي چې له اوږدې مودې راهیسې پرې شک کېده – هغه دا چې د BV اړوند بکتریا ښايي د جنسي اړیکو له لارې ولېږدي، په ځانګړې توګه په هغو کسانو کې چې د مېکروبونو تکرار لري."

یوه ویاند وویل: "دا څېړنه بي‌وي په اړه زموږ پوهه پیاوړوي او هیله بښونکی لیدلوری وړاندې کوي چې ښايي په ډېرو پرله پسې قضیو کې د درملنې د لارو لارښوونو کې مرسته وکړي."

که تاسې د لېږدېدونکې جنسي ناروغۍ نښې نښانې یا د BV په اړه اندېښنه لرئ، خپل ډاکټر یا د جنسي روغتیا سیمه‌ییز کلینیک ته ورغلي يئ؟