تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولې هند اوس له طالبانو سره اړیکې غواړي؟
- Author, سوتیک بسواس
- دنده, د هند خبریال
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۷ دقیقې
په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د هند وروستۍ ډیپلوماتیکې اړیکې په سیمه کې د جیوپولیټیک واقعیت په لیدلوري کې د پام وړ بدلون نښه ګڼل کېږي.
دا پرمختګونه له درېیو کلونو ډېر وخت وروسته له هغه مخې ته راځي چې هند د طالبانو په لاس د کابل د سقوط له امله له ستر ستراتیژیک او دیپلومات ګوزار سره مخامخ شوی و.
د افغانستان په ډیموکراسۍ کې د شلو کلونو پانګونه - د پوځي روزنې، بورسونو او داسې پرمخ تلونکو پروژو لکه د نوې پارلمان ودانۍ جوړول - په چټکۍ سره ختمه شوه.
دغه سقوط د سیمهییزو سیالانو لپاره د زیاتې اغېزې لاره هم هواره کړه، په ځانګړې توګه پاکستان او چین، چې د هند ستراتیژیک نفوذ کموي او نوې امنیتي اندېښنې راپورته کوي.
خو، تېره اونۍ کې یو بدلون وښودل شو. د هند لوړ پوړی ډیپلومات ویکرم مسري د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره په دوبۍ کې ولیدل - چې د کابل له سقوط راهیسې تر ټولو د لوړې کچې د اړیکو پراختیا ګڼل کېږي. طالبانو له هند سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراخولو په اړه لېوالتیا وښوده او هند یې یو "مهم سیمهییز او اقتصادي ځواک" وباله.
د راپورونو له مخې، خبرې اترې د سوداګرۍ پراختیا او د ایران له چابهار بندره پر ګټه اخیستو متمرکزې وې او هند د پاکستان له کراچۍ او ګوادار بندرونو د تېرېدو لپاره پرمختګ ته لېواله دی.
دا غونډه څومره مهمه ده؟ د امریکا د څېړنیز مرکز ویلسن د یوه غړي مایکل کګلمان، په وینا ډیلي اوس د طالبانو مشرتابه ته هغه حقیقي مشروعیت ورکړی چې دوی یې واک ته له رسېدو راهیسې له نړیوالې ټولنې غوښتی دی.
هغه وايي: "هغه حقیقت چې دا چلن له هنده راځي - هغه هېواد چې هېڅکله یې له طالبانو سره دوستانه اړیکې نه درلودې- دا لا نور مهموي او همدارنګه د طالبانو لپاره یوه ډیپلوماتیکه بریا ده."
افغانستان کې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو راهیسې هېوادونو له دغه رژیم سره بېلابېلې تګلارې غوره کړې دي، چې د بشري حقونو او امنیتي اندېښنو په اړه د دیپلوماتیکو اړیکو انډول ساتي. د بېلګې په توګه، چین یوڅه وړاندې تللی، پر امنیتي او اقتصادي ګټو تمرکز کوي او ان په افغانستان کې سفیر هم لري.
تر دې دمه هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمي توګه نه دی پېژندلی، خو تر ۴۰ هېوادونه له طالبانو سره یو ډول ډیپلوماتیک یا غیر رسمي اړیکي لري.
د دې لپاره، لکه په افغانستان کې د هند د پخواني سفیر جیانت پراساد په شان کارپوهان د هند د اړیکو پراختیا په اړه محتاط دي.
هغه وايي، په تېرو درېیو کلونو کې هند له طالبانو سره د بهرنیو چارو د یوه ډیپلوماټ له لارې اړیکې ساتلې دي. هند په ۱۹۹۰مو کلونو کې د کورنۍ جګړې په مهال خپلې کونسلګرۍ په افغانستان کې تړلې وې او له جګړې وروسته یې په ۲۰۰۲ کال کې خپلې کونسلي چارې بېرته پرانیستلې.
"موږ نه غوښتل چې دغه وقفه [بیا] رامنځته شي، موږ غوښتل چې اړیکې پراخه کړو. دا په اړیکو کې یو ساده ګام دی."
د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جېشنکر په ۲۰۲۳ کال کې پارلمان ته وویل: "هند له افغانستان سره تاریخي او تمدني اړیکې لري." هند په افغانستان کې تر ۳ میلیارد ډالرو ډېره پانګونه کړې، چې په کې د سړکونو، د برېښنا مزو، بندونو، روغتونونو او کلینیکونو جوړول شامل دي. هند افغان افسران هم روزلي، زرګونه بورسونه یې محصلانو ته ورکړي او د نوې پارلمان ودانۍ یې جوړه کړې ده.
دا ټول د یوه دوامداره جیوپولیټیکي حقیقت څرګندونه کوي. "انډین اکسپرېس" ورځپاڼې ویلي "پرته له دې چې کابل کې د رژیم ماهیت په پام کې ونیول شي، چې شاهي، کمونیستي یا اسلامي دی- د ډیلي او کابل ترمنځ یو ډول طبیعي تړموالی شته".
ښاغلی کګلمان هم دغه نظر تاییدوي او وايي "هند په افغانستان کې د پراختیا او بشري مرستندویه په توګه یو مهم میراث لري، چې د افغانانو د عامه ملاتړ په توګه څرګندېږي او ډیلي لېواله دی چې له لاسه یې ورنه کړي".
په زړه پورې خبره دا ده چې له ډیلي سره اړیکې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د زیاتو اندېښنو په منځ کې نرمې ښکاري.اسلام اباد ادعا کوي چې د پاکستان سخت دریځه تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) په افغانستان کې له پټنځایونو فعالیت کوي. خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت دغه ادعا رد کړې ده.
د تېر کال جولای میاشت کې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف بي بي سي ته وویل، له ترهګرۍ سره د مبارزې د یوې برخې په توګه به پاکستان پر افغانستان خپل بریدونه روان وساتي. د هند او طالبانو ترمنځ له خبرو پیلېدو څو ورځې مخکې د طالبانو حکومت په وینا، د افغانستان په ختیځ کې د پاکستان هوایي بریدونو کې ګڼ کسان ووژل شول. د طالبانو حکومت دغه بریدونه پر خپلې ځمکنۍ بشپړتیا برید وباله.
دا په ۲۰۲۱ کې د کابل له سقوط راهیسې په اړیکو کې د چټک مخ پر ځوړ حالت ښکارندويي کوي، هغه وخت چې د پاکستان یو لوړ پوړي استخباراتي چارواکي د طالبانو له رژیم سره د لومړیو بهرنیو مېلمنو په توګه ولیدل. په هغه وخت کې، ډېری کسانو د کابل سقوط د هند لپاره د ستراتیژیک شاتګ په سترګه کتل.
ښاغلی کګلمان وايي: "که څه هم پاکستان یوازې هغه عامل نه دی چې د هند او طالبانو ترمنځ د اړیکو پراختیا ته وده ورکوي، خو دا رښتیا ده چې ډیلي په خپله دایمي سیالۍ کې له پاکستان سره یوه ستره بریا ترلاسه کوي".
د دې اړیکو پراختیا لپاره نور عوامل هم شته. د هند موخه دا ده چې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي، هغه هېوادونه چې هند په مستقیمه توګه د ځمکې له لارې هلته په اسانۍ نه شي رسېدلی ځکه پاکستان د تګ راتګ حقونه نه ورکوي. کارپوهان وایي افغانستان د دې هدف لپاره مهم دی. یوه ستراتیژي له ایران سره د چابهار بندر په پراختیا کې همکاري کول دي چې د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته لاسرسی ښه کړي.
ښاغلی کګلمان په خبره: "د ډیلي لپاره دا اسانه ده چې دغه پلان د افغانستان پر برخه تمرکز وکړي، داسې چې د طالبانو له مشرانو سره نژدې اړیکې د هند له پلانونو سره بشپړ ملاتړ کوي ځکه چې دا به د افغانستان خپله سوداګري او د اړیکو په پراختیا کې مرسته وکړي."
ښکاره ده چې د هند د وروستیو اړیکو پراختیا د طالبانو په مشرۍ افغانستان کې د دوی د اصلي ګټو پرمختګ کې مرسته کوي لکه: د هند لپاره د ترهګرۍ ګواښونو مخنیوی، له ایران او منځنۍ اسیا سره د اړیکو ژورول، د مرستو له لارې د عامه ملاتړ ساتل او د پاکستان د کمزورتیا مقابله.
خو د دې اړیکو پراختیا ځینې منفي اړخونه هم لري.
ښاغلی کګلمان وایي: "له طالبانو سره د اړیکو د پیاوړتیا لوی خطر خپله طالبان دي. موږ د یوې تاوتریخجنې او بېرحمې ډلې په اړه خبرې کوو چې له نړیوالو ترهګرو ډلو سره نژدې اړیکې لري، په تېره له پاکستاني ترهګرو ډلو سره او دا ډلې چې په ۱۹۹۰مو کلونو څنګه وې، هماغسې دي او تر اوسه یې د ځان د سمولو لپاره هېڅ نه دي کړي".
هغه زیاتوي: "هند ممکن هیله ولري که هغه طالبان له ځان سره وساتي، نو دا احتمال به لږ وي چې طالبان هند یا د نوي ډیلي ګټې زیانمنې کړي او دا ښایي ریښتیا وي. خو په پای کې، ایا تاسو واقعاً د طالبانو په څېر پر یوې ډلې باور کولی شئ؟ دا به هغه ناراموونکې پوښتنه وي چې د هندي چارواکو په سر کې به ګرځي چې دا پېچلي اړیکي په احتیاط سره مخته بوځي".
که څه هم له افغان ښځو سره د طالبانو د چلند په اړه اندیښنې شته، خو ښاغلی پراساد د هند د اوسنيو اړیکو پراختیا سره د افغانستان په اړه کوم منفي اړخ نه ویني، هغه وايي: "طالبان په بشپړه توګه په کنټرول کې دي. طالبان یوازې پر خپل حال کې پرېښودل له افغانانو سره مرسته نه کوي. له نړیوالې ټولنې سره ځینې اړیکې ممکن د طالبانو پر حکومت فشار راوړي چې خپل چلند ښه کړي."
ښاغلی پراساد وايي: "په یاد ولرئ، طالبان په رسمیت د پېژندلو لپاره لېواله دي. دوی پوهېږي چې دا به یوازې له داخلي اصلاحاتو وروسته ترسره شي. لکه ټولنیز ژوند ته د ښځو بېرته راستنول او د هغوی د تعلیم، کار او سیاسي مشارکت د حقونو بېرته ورکول.