اسحاق ډار: افغانستان اسلام اباد کې د شانګهای همکاریو سازمان غونډې ته نه دی رابلل شوی

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار چې د لومړي وزیر مرستیال هم دی، وايي په افغانستان کې د طالبانو حکومت اسلام اباد کې د شانګهای همکاریو سازمان جوړېدونکې غونډې ته نه دی وربلل شوی.

ښاغلي ډار دا هم ویلي چې ګوندې په ۲۰۲۱ کال پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راوروسته په شانګهای همکاریو سازمان (اېس‌سي‌او) کې د افغانستان څارونکی (ناظر) حیثیت "تقریبآ ځنډول شوی" یا "غیر فعال" شوی دی.

هغه وویل، پاکستان په یوازې توګه د اېس‌سي‌او غونډو ته د افغانستان د وربللو یا نه وربللو پرېکړه نه شي کولی او دا چې دا د دغه سازمان شریکه پرېکړه ده.

اسحاق ډار دا څرګندونې نن (یکشنبه) په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته کړې.

ټاکل شوې د شانګهای همکاریو سازمان غونډه د سې شنبې او چارشنبې پر ورځو ترسره شي.

افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان څارونکی (ناظر) غړی دی او له ۲۰۱۲ کال څخه د جمهوریت تر سقوطه پورې یې د دغه سازمان په ټولو غونډو کې د څارونکي په توګه ګډون درلود.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د وايي، اسلام اباد کې د دغه سازمان په ناسته کې د روسیې، چین، بلاروس، قرغیزستان، قزاقستان، تاجکستان او ازبکستان لومړي وزیران، د ایران د ولسمشر لومړۍ مرستیال او د هند بهرنیو چارو وزیر ګډون کوي.

تر دې مخکې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت لخوا هم د ګډونکوونکو هېوادونو په خپاره شوي نوملړ کې د افغانستان نوم پکې نه و.

همدا راز څو پاکستاني رسنیو د خپلو سرچینو پر بنسټ ویلي و چې پاکستان په دې غونډه کې د طالبانو حکومت د ګډون مخنیوی نه دی کړی بلکې د شانګهای سازمان سرمنشي دوی ته بلنه نه ده لېږلې.

پاکستاني ډېپلوماټانو ویلي ''د جمهوریت له سقوط وروسته دغه سازمان کې د افغانستان رول غیر فعال شوی دی.''

د طالبانو غبرګون

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په دې اړه د بي‌بي‌سي پوښتنې ته ځواب ونه وایه او نه یې خپله کوم غبرګون ښودلی دی.

طالبان چې په واکمنۍ یې څه باندې درې کاله اوړي لا کوم هېواد په رسمیت نه دي پېژندلي او له همدې کبله یې په ډېرو نړیوالو او سیمه ییزو ناستو کې ګډون له پامه غورځول کېږي.

د طالبانو حکومت په تېر کې داسې غونډې چې د دوی استازی پکې نه وي بې ګټې بللې او په ټکو یې نړیواله ټولنه د تقابل پر ځای د تعامل له لارې د ستونزو په هوارۍ کې مرسته کولی شي.

د شانګهای همکاریو سازمان په سیمه کې د ګډو همکاریو د رامنځته کېدو او ستونزو مخنیوي په موخه په ۲۰۰۱ کال کې د چین روسیې او منځنۍ اسیا ځينو هېوادونو لخوا رامنځته شو، چې کال په کال یې د غړو او څارونکو شمېر ډېر شو.

اسلام اباد کې دا ناسته د شانګهای سازمان ۲۳مه سرمشریزه ده.

سږ کال دا غونډه داسې مهال اسلام اباد کې جوړېږي چې دا هېواد له سیاسي او اقتصادي کړکېچ سره مخ او په کور د ننه ورسره مخالفتونو زور اخیستی دی.