لاهور کې ولې هوا ډېره ککړه ده او پر وړاندې يې څه تدبيرونه نيول شوي؟

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, عمر دراز ننګیانه، لاهور او سوامي ناتن نتراجن لندن
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۶ دقیقې
ګرد، لوګی يا لوخړې ورو راڅرګندېږي. په لومړي سر کې نه ښکاري خو داسې بوی لري لکه يو څه چې سوځېږي او د تودوخې د کچې له ټيټېدو سره لا زياتېږي.
وروسته لوګی او ګرد پر ټول ښار خپور شي. داسې لکه چې يو بام يا چت مو پر سر راځوړند وي.
که چېرې ماسک مو نه وي اچولی او يا يې د يوې شېبې لپاره لرې کړئ، سملاسي به ککړه او ترخه هوا تنفس کړئ.
ستاسو ستوني کې ښايي د خارښ او درد احساس پيدا شي، څومره چې دا پسې زياتېږي تاسو به ورسره ټوخېږي او پرنجېږي به خو دا د ماشومانو او د ډېر عمر کسانو لپاره چې تنفسي ستونزې لري لا نور خطرناک دی. روغتونونه کې ډاکتران په دې پوهېږي چې دې مهال کې به د ناروغانو شمېر زياتېږي.
د لاهور ښار او دلته ۱۳ ميليونه وګړي له يوې اوونۍ راهيسې د ساه بندۍ په څېر له حالت سره لاس او ګرېوان دي. روانه مياشت د هوا د خرابوالي کچه له ۱۰۰۰ نومرو اوښتې ده په داسې حال کې چې له ۳۰۰ درجو زياته د روغتيا لپاره خطرناکه بلل کېږي.
پاکستاني چارواکي هلې ځلې کوي چې دغه کړکېچ ته حل لاره پيدا کړي خو دلته په دې ښار کې چې هر کال يې له لوګي او ګرد سره مل وي سږ بې کچې ډېره ده.
دلته ښوونځي بند دي، خلکو ته ويل شوي چې له کورونو کار وکړي او په خوندي ځايونو کې پاتې شي. د "شنه ګرځبنديز" په نامه د ګڼې ګوڼې په ځايونو کې پر موټرسايکلونو، رېکشاو او درنو وسايلو بندیز لګول شوی دی.
د اوونۍ په پای کې د لاهور عالي محکمې هره ورځ د ماښام له اتو بجو وروسته او د يکشنبې په ورځ په بشپړه توګه د ټولو هټيو او دوکانونو د تړل کېدو امر کړی دی. پارکونه او ژوبڼ هم د نومبر تر ۱۷ نېټې تړل شوي دي.
د ناسا د يوه ساينسپوه پوان ګوپتا په وينا په دې ښار کې "معمولا د نومبر او ډسمبر په وروستيو کې د هوا ککړتيا کچه لوړېږي."
نوموړي خبرداری ورکړ چې "دا يوازې پیل دی. ښايي د هوا د ککړتيا بدې ورځې لا په مخکې پاتې وي."
د پاکستان د پنجاب ايالت د لاهور پر ښار خپور لوګی او ګرد له فضا هم ښکاري.
د امریکا د فضايي ادارې ناسا د سپوږمکۍ عکسونو کې د هندۍ پلازمېنې ډيلي او د پاکستان د لاهور تر منځ سيمه کې لوګي، ګرد، لوخړې او اور ليدل کېږي.
د همدې سیمې د شپږو اونيو وړاندې عکس کې اسمان روښانه ښکاري او لږ اورونه ترسترګو کېږي.
د لوګي لوی لامل اورونه دي چې په پاکستان او هند دواړو کې د کروندګرو له خوا د حاصلاتو له ټولولو وروسته لګول کېږي، دا د راتلونکو فصلونو لپاره د کروندو د پاکولو او چمتو کولو چټکه لار ده.

د عکس سرچینه، Reuters
د ناسا د اټکل له مخې سږ کال به له ۱۵۵۰۰ تر ۱۸۵۰۰ پورې اورونه بل شي چې دا شمېر د تېرو کلونو پرتله زيات دي.
د پاکستان د چاپېريال ساتنې چارواکو په وينا د لاهور شاوخوا ۴۰ سلنه لوګی د هند له لوري ورځي. د هند حکومت د دې ستونزې د حل په موخه سږ کال د هغو کروندګرو لپاره جريمه دوه برابره کړې چې خپلې پلالې (کروندو کې پاتې واښه) سوځوي.
خو لاهور کې تر ډېره هوا د ميليونو موټرسايکلونو او موټرونو د لوګي له امله خرابېږي. د اسوشيېټېډ پرېس له مخې د جمعې په ورځ د لاهور عالي محکمې د لوګي يا لوخړي اصلي لامل د موټرو زياتوالی په ګوته کړ. همدا ډول د ښار په څنډو کې يو لړ صنعتونه لکه د خښتو بټۍ چې د ډبرو سکاره په کې سوځول کېږي د هوا ککړتيا لا نوره اضافه کوي.
د کال په وروستيو کې دا هر څه له سړې هوا سره يو ځای کېږي او لوګی جوړوي چې اوس مهال پر ټول ښار خپور دی او خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، EPA
دا روښانه ده چې ککړه هوا د يو شمېر ناروغیو سبب ګرځي. د امریکا د چاپېريال ساتنې ادارې له مخې له ۵۰ درجو ښکته هوا ښه بلل کېږي او له ۳۰۰ زياته بیا د روغتيا لپاره مضره ده.
د پاکستان د هوا کيفيت نوښت بنسټ اېښودونکی عابد عمر چې په هېواد کې د هوا کيفيت له ۱۴۳ څارونکو معلومات راټولوي وايي، د نومبر په مياشت کې د هوا خرابوالی ډېر زيات دی.
نوموړی وايي، د لاهور په ځينو ځايونو کې د هوا ککړوالی له ۱۰۰۰ درجو هم اوښتی. دی زياتوي د پنجشنبې په ورځ یو ځای ۱۹۱۷ درجې ثبت شوی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
تر سې شنبې پورې د تنفسي ستونزو له کبله په روغتون کې د ۹۰۰ کسانو د بستر کېدو راپورونه ورکړل شوي وو.
د لاهور په يوه لوی روغتون کې ډاکتر عرفان ملک وايي، ډېر زيات خلک له ساه بندۍ، د ستوني خارښت او ټوخي سرټکوي.
نوموړي په هغو ناروغانو کې چې له تنفسي ناروغيو شکايت لري زياتوالی ليدلی او اندېښنه يې څرګنده کړې چې د ژمي په راتلو سره دا ښايي لا نور زيات شي.
د لاهور يوه اوسېدونکې سعديه کاشف همدې ستونزې ته اندېښمنه ده او له بي بي سي سره په خبرو کې يې ويلي، "د هرې مور په څېر زه هم غواړم چې خپل ماشومان مې د هوا ککړتيا له وېرې پرته بهر منډې او لوبې وکړي."
"زه وينم چې ماشومان مې په دې ورځو کې د ټوخي او تنفسي ستونزو سره لاس اوګرېوان دي او دا يوه دردناکه يادونه ده چې زموږ هوا خوار زهرجنه شوې ده."
نوموړې د حکومت له خوا له اخيستل شويو ګامونو هم خوښه نه ده.
دا وايي، "د دې پر ځای چې ريښتيني ګامونه واخيستل شي د حکومت لپاره اسانه ده چې ښوونځي وتړي."

د عکس سرچینه، Getty Images
له کلونو راهیسې چارواکي په لاهور کې د هوا ککړتيا د ستونزې حل لپاره هڅې کوي.
حکومت هیله لري چې لنډ مهالي اصلاحات به اوس يو څه اغېز ولري خو وايي د اوږدمهاله حللارې لکه د عامه ټرانسپورټ ښه کول به وخت ونيسي.
په همدې مهال د پنجاب اعلی وزيرې مريم نواز اعلان کړی چې غواړي د هند پنجاب کې خپل سيال ته بلنه ورکړي چې په "اقليمي ډيپلوماسي" کې ګډون وکړي، ځکه په وينا يې دا دواړه هېوادونه اغېزمنوي خو ډيلي ويلي تراوسه يې په دې اړه له پاکستانه څه نه دي ترلاسه کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو د پاکستان د هوا کيفيت نوښت بنسټ اېښودونکی عابد عمر وايي د هوا ککړتيا يوه موسمي ستونزه نه بلکې دوامداره ستونزه ده.
نوموړی وايي، "د لاهور هوا د ډيلي پرتله ډېره ککړه ده چې تر ډېره او تر اوږدې مودې دوام کوي. "
ښاغلی عمر وايي "دا حالت لا پسې خرابېږي". د نوموړي د ډېټا او معلوماتو له مخې د تېر کال پرتله سږ ۲۵ سلنه هوا خراب شوې ده.
نوموړی استدلال کوي چې د پولې دواړو غاړو ته حکومتونه بايد د مسئلې د حل لپاره ګړندي ګامونه واخلي.
"د پاکې هوا لپاره تګلاره معلومه ده خو د هند او پاکستان اوسنۍ پاليسۍ د پام وړ هوا ککړتيا کمېدو لپاره کافي نه دي."
عمر وايي، "زه خلکو ته وایم، شین اسمان د ښې حکومتولۍ نښه ده."





















