افغان محصلین: "طالبانو د روسیې لخوا راکړل شوي بورسونه لغوه کړي"

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

ځینې افغان محصلین ادعا کوي چې د طالبانو حکومت په کابل کې د روسیې ( د علم او کلتور اتشې) ته ویلي چې " اړتیا نشته افغان محصلینو ته دې د روسیې بورسونه ورکړل شي. "

دغو محصلینو بي‌بي‌سي سره په خبرو کې ویلي، تېر کال یې د روسیې بورسونه ترلاسه کړي وو او د ۲۰۲۴م کال په سپټمبر میاشت کې ورته د سفر ژمنه هم شوې وه، خو په خبره یې دا څو میاشتې خپل سفر ته په تمه دي.

دغه محصلین وایي، له ډېرې تمې او انتظار وروسته تېره اونۍ ورته ویل شوي چې " د طالبانو حکومت د روسیې بورسونه لغوه کړي دي."

د دغو زده کوونکو په خبره په کابل کې روسي استازو ورته په ټینګار ویلي چې "د دوی له خوا هیڅ کومه ستونزه نشته او که هوکړه وشي نو دوی د دغه بهیر دوام ته ژمن دي."

بي‌بي‌سي څو ځلې هڅه وکړه چې په دې تړاو د طالبانو نظر هم ولري خو تر دې دمه د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت څه نه دي ویلي.

یو شمېر افغان زده کوونکي او محصلین وایي، د طالبانو دغه پریکړه به د دوی د زده کړو بهیر له محدودیتونو سره مخامخ کړي.

له دې وړاندې په ۲۰۲۲م کال کې یو شمېر افغان زده کوونکو په روسیه کې ادعا کړې وه چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته دوی نه شي کولای د میاشتنې لګښت پیسې ترلاسه کړي او دا پرې بندې شوې دي.

په کور دننه او بهر د افغان محصلینو وضعیت

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو له بندیز سره هم مهاله شکایتونه دا دي چې د هلکانو د زدکړو معیار هم ټېټ شوی دی.

د راپورونو له مخې د بهرنیو هېوادونو له لوري افغان محصلینو ته د بورسونو د ورکړې بهیر هم ټکنی شوی او په شمېر کې یې د پام وړ کموالی راغلی دی.

راپورونه وایي، اوس روسیه او پاکستان له محدودو هغو هېوادونو دي چې پر کابل د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته هم یو شمېر افغان محصلینو ته د بورسونو د ورکړې لړۍ روانه ساتلې ده.

د سیمې بل هېواد هند هم د افغان محصلینو د زدکړو لپاره تر ټولو مناسب ځای بلل کېږي، خو د جمهوریت له ړنګېدو وروسته د راپورونو له مخې هند په دې برخه کې خپله همکاري ډېره کمه کړې ده.

بریتانیا بیا له دوه کلن ځنډ وروسته سږ کال اعلان وکړ چې افغان محصلینو ته د (چېونېنګ) په نوم د بورسونو لړۍ بیا پیلوي.

په تېره نومبر میاشت کې د بریتانیا لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې " د ۲۰۲۵م او ۲۰۲۶م کالونو لپاره د چېونېنګ بورسونه له سره پيلوي، او معیارونه به یې له پخوا څه بدل وي."

د دې تر څنګ بریتانیا او ځينو نورو هېوادونو افغان نجونو محصلینو ته د ځانګړې پاملرنې له مخې هم یو شمېر وړیا بورسونه منظور کړي دي.

تېر کال هغه ۱۹ افغانې محصلینې په سکاټلنډ پوهنتون کې ومنل شوې، چې په افغانستان کې یې زدکړې نیمګړې پاتې شوې وې.

د بي‌بي‌سي یو څيړنیز رپوټ وايي، افغانستان او نوره نړۍ کې د افغان محصلینو پر وړاندې د ستونزو له ډېرېدو سره ډېر شمېر افغان زدکړیالانو ایران او پاکستان ته د زده کړو دوام لپاره مخه کړې ده.

د رسمي شمېرو له مخې، په ایران کې د افغان محصلینو شمېر ۴۰ زره ته رسېږي. په دوی کې یې یو شمېر په بورسونو وړیا زدکړې کوي او یو زیات شمېر یې فیسونه ورکوي.