تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت: داسې هېڅ ثبوت نه لرو، چې وښيي اسناد لرونکي کډوال د ناامنیو په پېښو کې ښکېل دي
- Author, افتخار خان
- دنده, بي بي سي- اسلام اباد
- د خپرېدو وخت
د خیبر پښتونخوا ایالت ځايي چارواکي وايي، له پاکستانه د اسناد لرونکو کډوالو ایستلو پلويان نه دي. دغه چارواکي زیاتوي تر اوسه داسې هېڅ ثبوت نه لري، چې وښيي اسناد لرونکي کډوال د ناامنیو په پېښو کې ښکېل دي.
د پښتونخوا ايالتي حکومت دا څرګندونې داسې وخت کې کړې، چې د پاکستان مرکزي یا فدرالي حکومت له دې هېواده د ناقانونه کډوالو وروسته اوس د اسناد لرونکو افغان کډوالو د ايستلو لپار چمتوالی پیل کړی دی.
مرکزي حکومت له ايالتونو غوښتي چې د ټولو هغو افغان کډوالو معلومات راټول کړي چې افغان سټيزن کارتونه يا د اې سي سي په نامه اسناد لري. حکومت د دې کډوالو د ایستلو رسمي اعلان تر دې دمه نه دی کړی، خو په دا وروستيو کې د پاکستان موقت چارسمبالي حکومت څرګنده کړې وه، چې د ناقانونه کډوالو له ایستلو ورسته به دویم پړاو کې بيا اې سي سي اسناد لرونکي هم باسي.
د پنجاب او سیند ايالتي حکومتونو هم د روژې مياشت کې په ډاګه کړې وه چې له کوچني اختر وروسته به د اسناد لرونکو کډوالو ايستلو چاره پیلوي.
مرکزي حکومت بیا د کډوالو معلومات راټولو لپاره ايالتي حکومتونو ته د اپريل تر پنځلسمې پورې د دغې چارې بشپړولو ویلي و.
بل لور د خیبر پښتونخوا حکومت وياند محمد علي سیف بي بي سي سره خبرو کې ویلي، دوي د مرکز په غوښتنه معلومات راټول کړي دي چې له مخې یې دغه ايالت کې د افغان سټيزن کارتونو لرونکو کډوالو شمېر دري سوه شپېته زره تنه دي.
دوی وايي، د مرکز له لوري د دې کډوالو ایستلو په هکله څه نه دي ورته ویل شوي، خو که ترې غوښتنه وشي، دوی به اړ وي، چې بهیر پیل کړي.
ښاغلي سیف وويل، د ناقانونه کډوالو خبره بېله وه، خو په وینا یې د خیبر پښتونخوا حکومت په دې ایالت کې د اسناد لرونکو افغانانو اوسېدو په هکله هيڅ اعتراض نشته، ځکه چې دوې تر دې دمه داسې هېڅ معلومات نه لري، چې ګوا کې دغه کډوال د ناامنۍ په کومه پېښه کي ښکېل وښيي.
د ايالتي حکومت ترجمان وويل چې د افغان کډوالو پر موضوع دوی د خپل ګوند پاکستان تحريک انصاف بنسټګر عمران خان په خبره اوس هم کلک ولاړ دي چې په زور د کډوالو له ایستلو باید ډډه وشي.
عمران خان د کډوالو په جبري توګه ایستلو مخالفت تېر کال دسمبر کې هغه مهال کړی، چې له پاکستانه د ناقانونه کډوالو د ايستلو بهير روان و.
هغه مهال عمران خان د مالي فساد په ګډون يو شمېر قضيو کې بندي و.
د پاکستان پخواني لومړي وزير عمران خان ويلي و، حکومت دغه نیمګړې تګلاره د پاکستان لخوا د کډوالو د لسګونو کلونو مېلمه پالنه اغېزمنوي.
د عمران خان نيوکو په ځواب کې بيا د هغه مهال موقت حکومت د مطبوعاتو وزير مرتضي سولنګي دغه څرګندونې د افغان طالبانو او پاکستاني طالبانو خواخوږۍ ترلاسه کولو هڅه بللي وه چې د ده په وېنا راتلونکي ټاکنو کې به د نورو ګوندونو پرتله پي ټي ای ګوند ته يو ښه چاپېريال ترلاسه شي.
د ناقانونه کډوالو د ايستلو بهير
پاکستان تېر کال اکتوبر کي اعلان وکړ چې له خپلې خاورې د افغانانو په ګډون يو اعشاريه اووه مليونه ناقانونه بهرنیان باسي. حکومت بهرنیانو ته په خپله خوښه د تګ لپاره يو مياشت وخت ورکړ، خو د نومبر له پېل سره يې په زوره د دې کډوالو په ايستلو لاس پورې کړ.
د پاکستان حکومت په خبره دغه بهير اوس هم دوام لري. د حکومتي شمېرو له مخې دغه بهير کې تر دې دمه له پنځه لکه او ۲۵ زره ډېر کډوال له دغه هېواده ايستل شوي دي.