افغانستان کې پر ښځو بندیزونه او رواني اغیز یې
افغانستان کې پر ښځو بندیزونه او رواني اغیز یې
د خپرېدو وخت
له هغه راهيسې چې نژدې درې کاله مخکې طالبانو افغانستان کې پر واګو ولکه کړې، د هغو ښځو شمېر کې چې ځانونه وژني يا یې هڅه کوي، بوږنوونکی زياتوالی راغلی دی.
افغانستان کې د ښځو رواني حالت په اړه دا شمېرې چې مياشتې مخکې خپرې شوې، څه د پاسه لسو ولایتونو کې له عامه روغتونونو او رواني روغتيا له کلينيکونو غونډې شوې وې.
طالبانو بېلابېلو ولايتونو کې د ځان ووژنې په اړه شمېرې نه دي خپرې کړې، او روغتیاپالان وايي بېلابېلو ولايتونو کې يې روغتيايي کارکوونکي د تازه شمېرو له شريکولو منعه کړي دي.
دا چې پر نجونو د زده کړو بندیز پر دوی څومره ناوړه رواني اغېز لري، محجوبې نوروزي د رواني روغتيا کارپوهې او د نيويارک ایالت سيراکيوز پوهنتون استازې ميچيکو اوېدا بالمر سره خبرې کړې دي.



