د غازي امان الله خان لور 'شهزادګۍ هندیه' د ۹۴ کلونو په عمر مړه شوه

Keyframe #1
د خپرېدو وخت

د افغانستان د خپلواکۍ ګټونکي شاه غازي امان الله خان لور شهزادګۍ هندیه د ایټالیا پلازمېنه روم کې د ۹۴ کلونو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې دي.

د اغلې هندیه د مړینې خبر د هغې لور 'ثریا ملک' ته په منسوبه فېسبوک پاڼه خپور شوی او په روم کې د افغانستان د تېر جمهوريت سفیر 'خالد احمد زکریا' هم بي‌بي‌سي پښتو پاڼې سره په خبرو کې تایید کړی دی.

اغلې ثریا ملک پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې مور یې د جمعې پر ورځ (د کتوبر ۱۳مه) د ماښام شاوخوا ۷ بجې له نړۍ سترګې پټې کړې او دا چې د تدفین او فاتحې مراسم به یې په مختصره توګه د کورنۍ په ګډون ترسره شي.

شهزادګۍ هندیه د شاه امان الله او ملکې ثریا په اولادونو کې تر ټولو کشره وه.

هغه د خپل پلار غازي‌ امان الله خان له جلاوطنۍ شاوخوا پنځه میاشتې وروسته د ۱۹۲۹ کال د جنورۍ پر ۱۷مه د بریتانیا تر واک لاندې د هند په بمبۍ (اوس ممبی) کې زېږېدلې وه.

نوموړې بیا وروسته له مور پلار سره او کورنۍ ایټالیا ته ولاړه او د ژوند تر پایه هلته اوسېده.

اغلې هندیه په ۲۰۱۸ کال لندن کې د بي‌بي‌سي دفتر د کتنې پر مهال د خپل پلار او مور په اړه ځینې داسې کیسې کړې وې چې تر هغې مخکې نه وې ویل شوې.

india

شهزادګۍ هندیه د تېر جمهوریت پر مهال افغانستان ته تګ راتګ ډېر کاوه.

هغې په ۲۰۰۰مو کلونو کې کابل کې د محمود طرزي فرهنګي بنسټ تاسیس کړ او د رپوټونو له مخې تر ۲۰۱۰ کاله د دغه بنسټ مرستیاله هم وه.

ښاغلي زکریا بي‌بي‌سي ته ویلي چې "هغه تل د افغانستان له سفارت سره په اړیکه کې وه، ډېره فعاله، روڼ اندې او د خپل پلار په څېر ازادي پاله او پرمختګ غوښتونکې مېرمن وه."