پاکستان کې ايسار افغانان وايي "د بريتانيا حکومت هېر کړي"

د ویډیو تشریح، پاکستان کې ايسار افغانان وايي "د بريتانيا حکومت هېر کړي"
د خپرېدو وخت

سلګونه افغانان چې افغانستان کې يې د بريتانيا حکومت او پوځ لپاره په کار خپل ژوند خطر سره مخامخ کړی و، او د طالبانو له واکمنۍ تښتېدلي، اوس ګاونډي پاکستان کې داسې مهال بند پاتې دي، چې بريتانيا ته د لېږدېدو انتظار کوي.

ډېرو يې بي بي سي ته ویلي دوی ډار کې دي، داسې حال کې چې د پاکستان حکومت اعلان کړی، د نومبر له پيله به د ناقانونه کډوالو په شړلو پيل کوي. ځينو یې د بريتانيا ويزو لپاره څه د پاسه يو کال وخت تېر کړی، او وايي احساس کوي، چې د بريتانيا حکومت هېر کړي دي.

د بي بي سي خبریالې کارولاين ډېوېس پرې له اسلام آباده دا راپو راستولی دی.