د افغان کډوالو ستونزې: لندن کې د عامه پوهاوي مرسته ورسره کېږي

د ویډیو تشریح، د افغان کډوالو ستونزې: لندن کې د عامه پوهاوي مرسته ورسره کېږي
د خپرېدو وخت

له افغانستانه وتلي یو شمېر افغانان وایي، په نورو هېوادونو کې له قوانینو او ژبې سره د نا اشنایۍ له کبله ګڼو حقوقي ستونزو سره مخامخېږي.

په دې وروستیو کې لسګونه زره افغانان د نړۍ بیلابیلو هیوادونو ته کډه شوي چې کلتوري واټن او له قانوني تګلارو ناخبري یې ډېر کله له کړاو سره مخامخوي.

په برېټانیا کې دافغان کډوالو له منځه ګڼې داسې پېښې چې په څرګنده قانوني سرغړونې بلل کېږي د پولیسو له خوا څېړل کېږي.

پر ژبه نه پوهېدل یو له تر ټولو لویو ستونزو بلل کېږي. لندن کې د حقوقي وکیلانو یوه ډله په پښتو او دري ژبو اوس د قانون په عامه پوهاوي کې له افغانانو سره مرسته کوي او د قانوني لارو موندل ورته اسانوي.

سیدعبدالله نظامي له ځېنو سره په دې رپوټ کې غږېدلی.