تورخم کې د طالبانو د حکومت کمیسار: دواړوو خواوو ته حالات نظامي دي
د خپرېدو وخت
په تورخم کې د طالبانو ځايي چارواکو بي بي سي پښتو ته ویلي چې "دغلته حالات لا هم نظامي دي" او د تګ- راتګ لار په څلورمه ورځ هم تړلې ده.
تورخم کې د طالبانو د حکومت کمیسار مفتي عصمت الله یعقوب له حفیظ الله معروف سره په مرکه کې وايي، د تورخم دروازې شاوخوا ټول دوکانونه تړل شوي او د باور وړونکي موټر هم له هغې سیمې اېستل شوي دي.
نوموړی وايي، په تورخم کې د طالبانو او پاکستان لوري ترمنځ تر اوسه د دروازې د پرانیستو په اړه خبرې نه دي شوي او نه پوهېږي چې څه وخت پاکستانی لوری د تګ راتګ دروازه پرانېزي.