د افغان نجونو پر زدکړو د بنديز ۷۰۰ ورځې پوره شوې

د ویډیو تشریح، د افغان نجونو پر زدکړو د بنديز ۷۰۰ ورځې پوره شوې
د خپرېدو وخت

په افغانستان کې د نجونو د منځني ښوونځي له بندېدلو ۷۰۰ ورځې واوښتې. په دغه موده کې د نړیوالو له فشارونو او په کور دننه د بېلا بېلو غاړو له غوښتنو سره هم طالبان په خپل دریځ درېدلي او وايي تر امرالثاني به دا ښوونځي تړلي وي.

طالبان ولې دا ښوونځي نه پرانیزي. په همدې موده کې مختلفو طالب چارواکو د نجونو د ښوونځیو د تړلو دلایل وړاندې کړي دي.