افغانستان کې عايداتي شرکتونه؛ طالبان وايي لس يې فعال کړي

د ویډیو تشریح، افغانستان کې عايداتي شرکتونه؛ طالبان وايي لس يې فعال کړي
د خپرېدو وخت

افغانستان کې د طالبانو د حکومت مالیې وزارت وایي له غير فعالو نژدې ۵۰ حکومتي عایداتي شرکتونو یې څه باندي ۱۰ بېرته فعال او پاتې نور به د خصوصي سکتور په مرسته بیا فعال کړي.

د ماليې وزارت وايي د دغو شرکتونو په فعالېدو سره یې کورني تولیدات او عایدات ډېر شوي.

د افغانستان د صنایعو خونې چارواکي وايي د حکومتي عایداتي شرکتونو د لا ښه فعالیت په موخه دې خصوصي سېکټور ته وسپارل شي چې د وخت له تقاضا سره سم یې ورغوي. خو ایا هغوی تیار دی؟