تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بریتانیا ته راغلې افغانه کډواله: غواړم دغه هېواد کې له فرصتونو ګټه واخلم
بریتانیا د ۲۰۲۱ کال اګسټ راهیسې پر افغانستان د طالبانو له واګو راهیسې د شاوخوا شل زره تازه راغلیو افغانانو کوربتوب کوي.
یو شمېر افغان کډوالو هغو هوټلونو کې دندې پیل کړي، چې حکومت یې د لنډ مهال اوسېدو لپاره ځانګړي کړي.
په دغو کسانو کې ګن یې نارینه خو د ګوتو په شمېر ښځې دي.
زلیخا مجددي چې یوه له دغو افغان نجونو ده وايي، پیل کې ورته خورا سخته وه، چې د خپلو افغان نارینه و منځ کې د خدمې"ګارسونې" په توګه کار وکړي خو اوس کار سره عادت شوې او غواړي دغه هېواد کې له لا نورو فرصتونو ګټه واخلي.
هغه د خپل کار او راتلونکو هیلو په اړه زمونږ همکارې تورپېکۍ غرنۍ ته غږېدلی ده